ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي

author avatar
20 Jun 2024 - 14:46
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي
author avatar
20 Jun 2024 - 14:46

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) خبر ورکوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، ټاکل شوې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا (د جون ۲۱مه) د نیویارک په ځايي وخت مخکې له غرمې ۱۰:۰۰ بجې (د کابل ماښام ۶:۳۰) ترسره شي.

د سرچینې له قوله، د افغانستان لپار ه د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا به هم د یادې ناستې یوه برخه کې امنیت شورا ته معلومات وړاندې کړي.

سرچینې د یوه لېنک (http://webtv.un.org) په شریکولو ویلي چې یاده ناسته به په ژوندۍ بڼه ترسره شي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.