ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکـټ شل‌اوریز جام؛ افغانستان اسټرالیا ته ستره ماته ورکړه

د کرکـټ شل‌اوریز جام؛ افغانستان اسټرالیا ته ستره ماته ورکړه

author avatar
23 Jun 2024 - 09:15
د کرکـټ شل‌اوریز جام؛ افغانستان اسټرالیا ته ستره ماته ورکړه
author avatar
23 Jun 2024 - 09:15

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې اسټرالیا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د نننې لوبې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې د افغانستان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې د پیل توپ‌وهونکو رحمان‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لوبې ته ښه پیل ورکړ او تر ۱۶م اور پورې دواړو د ۱۱۸ منډو ملګرتیا وکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې رحمان الله ګربز ۶۰، ابراهیم ځدراڼ ۵۱، کریم جنت ۱۳ او محمدنبي ۱۰ منډې وکړې.

په مقابل کې د اسټرالیا لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

افغان توپ‌اچوونکو نن یو ځل بیا ښه لوبه ترسره کړه او د اسټرالیا د پیل توپ‌وهونکي یې ژر ژر له ډګره بهر کړل او په ښه توګه یې د ورکړل شوي هدف دفاع وکړه.

په دې سیالۍ کې ګلبدین نایب څلور، نوین‌الحق درې، عظمت‌الله عمرزي، محمدنبي او راشدخان بیا د اسټرالیا یو – یو لوبغاړي وسوځول.

دغه راز د نننې لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نایب شو.

د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډله به د اتو غوره لوبډلو پړاو کې خپله درېیمه او وروستۍ لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۵مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.