ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په اچین کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړیږي

د ننګرهار په اچین کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړیږي

author avatar
24 Jun 2024 - 15:34
د ننګرهار په اچین کې د خلکو په شخصي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړیږي
author avatar
24 Jun 2024 - 15:34

جلال‌اباد (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ځایي خلکو په شخصي لګښت د يوه روغتيايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

دغه روغتيايي مرکز اوسمهال په يو کرايه کور کې دی چې د ناروغانو ترڅنګ په کې روغتيایي کارکوونکي هم له ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب‌الله رحيمي د چنګاښ په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اچین ولسوالۍ د عبدالخېلو روغتیایي مرکز لپاره د ځايي خلکو په مالي همکارۍ د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

دی وايي، یاد روغتيايي مرکز اوس په يو کرايه ځای کې فعالیت کوي چې له امله یې ناروغان او روغتيايي کارکوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه روغتياي مرکز ودانۍ جوړولو لګښت د سیمې خلک ورکوي.

د سيمې يوه قومي مشر ملک سيدحکيم وایي، دا ودانۍ د خلکو د هوساينې په موخه جوړېږي؛ ځکه ستونزه ډېره خلکو، په ځانګړي توګه ښځينه ناروغانو ته موجوده وه.

نوموړي د خپلې سيمې له شتمنو غوښتنه وکړه چې د دغه روغتون د ودانۍ جوړېدو کې مرسته ورسره وکړي.

بلخوا، چارواکي د دغه روغتيایي مرکز د ودانۍ جوړېدو برخه کې د ځایي خلکو د دغه اقدام هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د خلکو د ستونزو هواري لپاره به د امکان تر بریده همکاري وکړي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.