ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې تېرو درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بدخشان کې تېرو درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jun 2024 - 15:24
بدخشان کې تېرو درېیو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jun 2024 - 15:24

فیض‌اباد (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بدخشان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۵ ترافیکي پېښې شوې دي.

سرچینه وایي چې دغو ترافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان مړه او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د بدخشان اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې ترافیکي پېښې نسبت پخوا ته ډېرې شوې دي.

د فیض‌اباد ښار یو اوسېدونکی عتیق‌الله وایي چې دغه ولایت کې ترافیکي پېښې د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي.

هغه د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل د موټرچلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او او د بې‌اسناد موټرو ډېرېدل بولي.

هغه له مسوولینو غواړي، داسې تدابیر دې ونیسي چې له مخې یې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له ډېرېدو مخنیوی وشي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.