کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر له استازې سره له درملنې وروسته روږدو ته د فني او حرفوي زدهکړو پر برابرېدو خبرې کړې دي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ا.ا له واکمنېدو راهيسې په ټول هېواد کې څه باندې ۱۱۵ زره روږدي راټول شوي او درملنه یې شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) له استازې انوبا سوود سره ولیدل.
سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو افغانستان کې د نشهیي توکو د کارونې مخنیوي، د روږدو درملنې برخه کې د لا همغږۍ، له درملنې وروسته روږدو ته د فني او حرفوي زدهکړو او نورو اسانتیاوو د برابرېدو په اړه خبرې وکړې.
عامې روغتیا وزارت لیکلي چې د (یواېناوډيسي) استازې له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې پر خپلو همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.
دغه راز، مولوي نور جلال جلالي کابل کې د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې رافایلا یودیچه او مل پلاوي سره د سرطاني ناروغانو د درملنې، د دې ناروغۍ اړوند مراکزو د تمویل او تجهیز، د روږدو د درملنې، په ولسوالیو کې د ولسوالۍ د کچې روغتونو جوړولو او سوء تغذي ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو په اړه خبرې کړې دي.
یاد وزارت لیکلي، رافیلا په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له اداري فساد او د نشهیي توکو سره د مبارزې او د روږدو د درملنې اړوند د اسلامي امارت هڅې د ستایلي او ويلي يې دي چمتو دي چې د روغتیا په برخه کې لا همکار پاتې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن