قلعهنو (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو کې دوبېدو له امله مړه شوي دي.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز قلعهنو اړوند په دهسرخک سیمه کې یو ۱۷ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو غرق کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینې لیکلي چې دغه ځوان د ياد ولايت قادس ولسوالۍ اړونده د بزباى سیمې اوسېدونکى و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په ورته پېښه کې د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د ساخریانو په سیمه کې هم یو تن اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ياد کس د بادغیس ولايت غورماچ ولسوالۍ اړونده د قلعهولي سيمې اوسېدونکى و.