Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د تورپي جزیرې اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي

د کندوز د تورپي جزیرې اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
29 Jun 2024 - 15:27
د کندوز د تورپي جزیرې اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
29 Jun 2024 - 15:27

کندوز (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندوز د امام صاحب د تورپي جزیرې اوسېدونکي چې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ دي، خپلو ماشومانو ته د رسمي ښوونځي جوړېدو غوښتنه کوي.

د تورپي جزیره د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ یوه سرحدي سیمه ده چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله پرته ده.

د تورپي جزیرې یوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل، د دغه ځای ماشومان د رسمي ښوونځي نشتوالي له امله د زده‌کړو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: «په دې جزیره کې شاوخوا ١٢٠٠ کورنۍ ژوند کوي، ماشومان یې ښوونځي ته لاسرسی نه لري، خو د پوهنې له ریاسته جدي غوښتنه کوو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

د هغه په ​​خبره، په دې سیمه کې هر کال سيمه‌ييز ټولګي جوړېږي چې شپږ مياشتې دوام کوي، خو په راتلونکي کال کې د تېر کال ماشومان نه جذبوي.

د دې سيمې يوه بل اوسېدونکي عبدالرحيم وويل: «موږ تر اوسه هيڅ کوم رسمي ښوونځى نه لرو؛ زموږ ماشومان هم د مدرسې او هم د ښوونځي له درسونو پاتې شول، بايد موږ ته يو رسمي ښوونځى جوړ شي، څو ماشومان مو يو څه زده کړي.»

دغه‌راز، ١٥کلن نورالله هم پژواک ته وويل چې په سيمه کې یې کوم رسمي ښوونځى نشته، یوازې هر کال سیمه‌ییز ټولګي جوړېږي.

هغه زیاته کړه: «د دې سیمې ټول ماشومان لا هم نالوستي دي، که دا ستونزه حل نه شي، موږ به هم بې‌سواده لوی شو.»

د یادې سیمې ځینو نورو اوسېدونکو هم د دې ستونزې پر حل ټينګار وکړ.

بلخوا د کندوز د پوهنې رییس مولوي حزب‌الله مبشر هم له زده‌کړو د دې سیمې د ماشومانو محرومیت مني او وایي چې د هغوی لپاره باید یو رسمي ښوونځی جوړ شي.

مبشر وويل: «جدي هڅې مو پیل کړې چې په دې سيمه کې دوه درې لومړني ښوونځي جوړ کړو څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د دې جزیرې اوسېدونکو خپلو روغتیایي او تعلیمي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې وه.

Views: 13

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.