Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: د دوحې درېیمه ناسته له نړۍ سره د تعامل رامنځته کېدو لپاره ښه فرصت دی

مولوي عبدالکبیر: د دوحې درېیمه ناسته له نړۍ سره د تعامل رامنځته کېدو لپاره ښه فرصت دی

author avatar
29 Jun 2024 - 18:23
مولوي عبدالکبیر: د دوحې درېیمه ناسته له نړۍ سره د تعامل رامنځته کېدو لپاره ښه فرصت دی
author avatar
29 Jun 2024 - 18:23

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وایي، د ا.ا په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی؛ څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له ا.ا سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکې کې له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت د پلاوي له ورتګ مخکې د اسلامي امارت له ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد سره چې د یاد پلاوي مشري کوي، وکتل.

سرچينې لیکلي، په پیل کې مجاهد د اسلامي امارت د پلاوي په ترکیب او د سفر څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، د دوحې په درېیمه ناسته کې به افغان پلاوی د اسلامي امارت له شرایطو او اجنډا سره سم ګډون وکړي او ترڅنګ به يې د ناستې په څنډه کې یو شمېر مهمې لیدنې هم ولري.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې ویلي، له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت استدلال او بحثونه سبب شول چې هغوی هم د یو مسوول حکومت په توګه د اسلامي امارت شرایط  ومني، دا ډول ناستې له نړۍ سره د تعامل ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی، څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له اسلامي امارت سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکي کې اسلامي امارت له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.

د هغه په خبره، افغان حکومت له ټولو قدرتونو سره د متقابل درناوي په پام کې نيولو سره د ښه تعامل غوښتونکی دی.

ارګ لیکلي، د یادې لېدنې په پای کې سیاسي مرستیال د اسلامي امارت ویاند مجاهد ته د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازیتوب او د اړوندو موضوعاتو وړاندې کولو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شي او د اسلامي امارت پلاوی نن (د چنګاښ ۹ مه) په یاده ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.