Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«تر دې مهاله یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو ۳ میلیارده افغانۍ حقوق حواله شوي»

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، تر دې مهاله یې په ټول هېوا کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو درې میلیارده افغانۍ میاشتني حقوق حواله کړې او پاتې کسانو ته به هم په نږدې ورځو کې حواله شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل خاموش نن په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، د ۱۴۰۳ مالي کال له منظورې شوې بودجې سره سم یې د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو نغدي مساعدتونو «میاشتنۍ» د ورکړې پروسه پیل کړې وه.

هغه زیاته کړې، دغه وزارت تر دې مهاله درې میلیارده افغانۍ یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني حقوقو په توګه د یوې منظمې طرحې او کړنلارې له مخې د بانکي سیسټم له لارې په نوبت‌وار ډول د هغوی بانکي اکونټونو ته حواله کړې دي.

نوموړي ویلي، هغه کسان چې تر دې مهاله یې نغدي مساعدتونه نه دي ترلاسه کړي، هغوی به هم په نږدې ورځو کې له خپلو میاشتني نغدي مساعدتونو څخه برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه په ټول هېواد کې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږ میاشتو د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل کړې وه.

د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۲مه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولینو په کابل کې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي وو چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ټول هېواد په کچه له یاد وزارت سره ۶۳۸ زره او ۹۵۴ معلولین، کونډې او یتیمان ثبت شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.