ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو قطره‌یي سیسټم ته مخه کړې

کندهار کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو قطره‌یي سیسټم ته مخه کړې

author avatar
6 Jul 2024 - 18:15
کندهار کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو قطره‌یي سیسټم ته مخه کړې
author avatar
6 Jul 2024 - 18:15

کندهار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): کندهار کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وایي، د اوبولګولو له قطره‌یي سیسټم سره یې کښتونو او باغونو ښه وده کړې او څو برابره اوبه یې هم سپما کېږي.

د کندهار ولایت په یو شمېر ولسواليو کې کروندګر او باغداران د اوبولګولو له «قطره‌يي» سیسټم څخه ګټه اخلي چې په خبره یې کښتونو او باغونو یې ورسره ښه وده کوي او څو برابره اوبه یې هم سپما کېږي.

دوی وايي، د دې سیسټم په واسطه هر بوټي ته خپله اندازه اوبه رسېږي، کښتونه او بوټي یې سالم پاتې کېږي او په لږو اوبو او کم وخت کې کولی شي ډېره اندازه ځمکه خړوب کړي.

د دغه ولایت د دامان ولسوالي یو کروندګر حسن‌خان وایي: «که موږ په عادي ډول یوه اندازه ځمکه په یوه ورځ کې په درېیو یا څلورو تنو اوبه کوو، خو همدا ځمکه په دوه ساعتونو کې د یوه نفر پر مټ د قطره‌يي سیسټم له لاري په اسانۍ اوبه کېږي.»

یو بل کروندګر صفت‌الله هم وایي: «له قطره‌یي سیسټم څخه په استفادې موږ سل جریبه ځمکه په شپږ انچه اوبو خړوبوو، ټولو درختو او نورو کرنیزو توکو ته اوبه رسېږي، حاصلات هم نه سوځي، خو که چیرې موږ په عادي ډول دغه ځمکه خړوبوو، په څلورو  برمو هم نه کېږي.»

احمدالله هوتک چي د قطره‌یي سیسټم جوړولو په برخه کې کار کوي وایي،  د ډریپ یا قطره‌يي سیسټم له لارې کروندګر کولی شي ۷۵ سلنه اوبه سپما کړي چې دا ډېره لوړه اندازه ده او د وچکالۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.

د هغه په وینا، اوس مهال د کندهار په ډېرو ولسوالیو کې کروندګر غواړي خپلې ځمکې او باغونه د یاد سیسټم په واسطه خړوب کړي.
هغه وایي: «د دې سیسټم تر ټولو لویه ګټه د اوبو سپما ده چې ۷۵ سلنه اوبه سپما کېږي او بل نباتات په خاصه توګه انار چې له ډېرو اوبو سره جوړ نه دي، د دې سیسټم له لارې په منظم ډول خړوبېږي او نه خرابېږي.»

ورته مهال، د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، کروندګرو ته یې د قطره‌یي سیسټم د ګټو په اړه معلومات ورکړي او په خبره یې، هڅه کوي کندهار کې د اوبو د ډېر لګښت د مخنيوي او د وچکالۍ د له منځه‌وړلو په موخه د یاد سیسټم په اړه عامه پوهاوی لا پراخ کړي.

د یاد ریاست د کرنیزې پراختیا عمومي مدیر محمدداود دوست په دې اړه وویل: «موږ د څاڅکي یا قطره‌يي سیسټم په اړه بزګرو ته روزنه ورکړې او هغوی مو د دې سیسټم په ګټه پوه کړي دي، نو لا هم هڅه کوو چې د اوبو د سپما په موخه ډېر بزګران دغه سیسټم جوړ کړي.»

د یادونې ده چې د دغه ولایت کروندګر غوښتنه کوي، ټولو ولایتونو کې باید کروندګر او باغداران د اوبو سپما لپاره له قطره‌یي سیسټم ګټه واخلي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.