جلالاباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لاسيپلورونکو بېځايه درېدو له امله په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او له ښاروالۍ يې د مخنيوي برخه کې د اقداماتو غوښتنه کوي.
ښاريان وايي، په پلو لارو کې د تګ راتګ پر مهال د نارينهوو ترڅنګ ښځينه هم له ستونزو سره مخ وي او ډېر ځايونه خو داسې هم شته چې د ګڼې ګوڼې له امله تګ راتګ په کې ناممکن وي.
بلخوا، د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين هم وايي چې د پلو لارو تړل کېدو دوی هم له ستونزو سره مخ کړي خو اړوندو ناحيو کې د لاسيپلورونکو لپاره ځايونه مشخص شوي او دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.
د جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاسيپلورونکو (پر کراچيو باندې د توکو پلورونکو) بېځايه درېدل د ښار د ګڼې ګوڼې او په ځانګړې توګه د پلو لارو تړل کېدو عمده لامل دی.
د جلالاباد ښار يو اوسېدونکی اولخان چې د درېيمې ناحيې اړوند ډنډغاړې سيمې ته د سودا اخیستو په موخه راغلی، وايي، دغه سيمه کې په پلو لارو او سړکونو کې د ښاروالۍ له خوا په نقشه او بېنقشې لاسي کراچۍ ولاړې دي چې ګڼه ګوڼه يې زياته کړې ده.
هغه زياته کړه: «يو کتار ښاروالۍ درولی، بيا يو کتار د همدغو کسانو واړه ميزونه دي، يو کتار په پيادهرو کې د دوکانونو مخې ته جوړ دی، د سړکونو منځ کې هم کراچۍ ولاړې وي، نه موټر تللی شي، نه نارينه او نه زنانه تللی شي. ښاروالۍ بايد دوی ته يو منظم سيسټم جوړ کړي.»
دغه راز، د دغه ښار يو بل اوسېدونکی رفيعالله هم له ورته ستونزې شکايت کوي او غوښتنه کوي چې ښاروالۍ دې د ښار مختلفو سيمو کې لاسيپلورونکو ته ځانګړي ځايونه جوړ کړي.
بلخوا، لاسي پلورونکي هم مني چې يو شمېر کسان خپلې لاسي کراچۍ بېځايه دروي خو وايي، اکثريت کراچۍ هغو ځايونو کې ولاړې دي چې د ښاروالۍ له خوا ورته په نښه شوي دي.
شمسالرحمن چې د جلالاباد ښار په تالاشۍ څلور لارې کې تازه سبزي پلوري، وايي، پخوا دغه سيمه کې هم ګڼه ګوڼه ډېره وه خو اوس چې ښاروالۍ ځایونه مشخص کړي، ستونزه تر يوه حده حل شوې ده.
بل لورته، د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد هم وايي چې د لاسي پلورونکو بېځايه درېدو د پلو لارو د تړلو ستونزه رامنځته کړې ده.
دی وايي: «موږ هم له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان يو، کمپایونونه مو ترسره کړي، ځينو ناحيو کې چې مشخصې ساحې ورته برابرې شوې وې، هغوی ته د انتقال پروسه ترسره شوې چې له ډلې يې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د برېښنا رياست ترڅنګ ساحې دي چې اوس دغه سيمې ډېرې ورسره له ګڼې ګوڼې خلاصې دي.»
هغه وايي، پر دې سربېره وخت ناوخت لاسيپلورونکو ته د عامه پوهاوي کمپايونونه ترسره شوي، کراچۍ ترې نيول شوې، د مارکېټونو له مالکانو سره هم خبرې شوې چې پلو لارو کې کراچۍ لرونکو او تخت باندې د توکو پلورونکو ته باید ځای ورنه کړل شي.
ده وویل، خو لويه ستونزه د فقر او بېکارۍ ده چې ډېرو خلکو لاسي کراچيو باندې سوداګرۍ ته مخه کړې او له امله يې په ښار کې د لاسيپلورونکو شمېر ډېر شوی دی.
د جلالاباد ښاريان داسې مهال په ښار کې له ګڼې ګوڼې شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د نفوسو شمېر له پخوا هم ډېر و خو په دې وروستيو کې ورته له پاکستانه هم زرګونه کورنۍ را کډه شوې دي.
Views: 26
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP