کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله د دوه دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه مراکش ته لاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د مراکش د فوټسال لوبډلې پر وړاندې د دوه دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړې، د فوټسال ملي لوبډله به د روان کال د جولای په ۱۰مه او ۱۳مه له مراکش سره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چنګاښ په نهمه ویلي وو، دغه لوبې د مراکش په کوربهتوب د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي چې د دغو سیالیو ټول مالي لګښت د افغانستان د فوټبال فدراسیون له بودجې ورکول کېږي.
د فوټبال فدراسیون ویلي وو، د دغه فدراسیون مشرتابه په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې د کېدونکي نړۍوال جام له پیله مخکې د فوټسال ملي لوبډلې ته دوستانه لوبې برابرې کړي، څو ښه چمتووالی ورته ونیسي.
همدارنګه افغانستان د فوټسال په نړۍوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
دغه راز، د فوټسال نړۍوال جام سیالیو لسم پړاو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۴مې بیا د اکتوبر تر ۶مې پورې د ازبکستان په کوربهتوب ترسره کېږي او ۲۴ لوبډلې به پهکې ګډون ولري.
Views: 7
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP