ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: تېرو درېیو میاشتو کې غور کې د نشه‌يي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې دي

مسوولین: تېرو درېیو میاشتو کې غور کې د نشه‌يي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې دي

author avatar
9 Jul 2024 - 16:35
مسوولین: تېرو درېیو میاشتو کې غور کې د نشه‌يي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې دي
author avatar
9 Jul 2024 - 16:35

فېروزکوه (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): غور کې امنیتي سرچینې وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د نشه‌يي توکو د تولید ۲۳۴ کارخونې له منځه وړل شوې، ‎زرګونه کیلوګرام نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي او په تړاو یې ۲۰۹ کسان نیول شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه د غبرګولي تر پایه پورې په بېلابېلو عملیاتو کې ګډو امنیتي ځواکونو، په ځانګړي توګه له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ځواکونو دغه ولایت کې د نشه‌یي توکو د تولید له ۲۳۴ کارخونو ۴۲۷ کیلوګرام اېف، ۵،۳ کیلوګرام تریاک، ۸ زره او ۷۷ کیلوګرام اومان کشف او له منځه وړي دي.»

هغه زیاته کړه چې یاد توکي د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو ترلاسه او په تړاو یې ۲۰۹ کسان نیول شوي او ۸۷ فاینکوچ، لوکسل او سراچه ډوله موټرونه او موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو په جلا عملیاتو کې ۵۰۰ جریب د کوکنارو کښت هم اړول شوی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه‌راز وویل: «امنیتي ځواکونه د نشه‌يي توکو په پوره توګه له منځه وړلو پورې مبارزه کوي او له هغو کسانو سره چې سرغړونه کوي، قانوني چلند کېږي.»

ورته مهال د غور ځیني اوسېدونکي هم دغه ولایت کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې د امنیتي ځواکونو له هڅو هرکلی کوي، وايي چې دغه ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې د نشه‌يي توکو، په ځانګړي توګه د اومان کښت، تولید او قاچاق ډېر شوی او باید مخه یې ونیول شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.