کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د موټرو پر ښیښو د لیکل شوو نامناسبو پیغامونو او لګول شوو انځورونو د پاکولو کمپاین پيل کړی دی.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شفیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه کار لپاره یې یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
هغه وایي: «پرځینو موټرو د حیواناتو او نور نا مناسب انځورونه لګول شوي چې هېڅ پیغام نه لري همدارنګه ټولې هغه کلیمې چې ټولنې ته پیغام ونه لري هغه هم پاکوو.»
په ورته مهال، د پلخمري ښار یو موټر چلوونکی دین محمد وایي: «ځینې کسان پر موټرو د لړمانو او نورو حیوانانو عکسونه لګوي هغه دې پاک شي خو هغه کلیمې چې موټرو د ښایست لامل کیږي پاکول به یې ما او نور موټروانان خفه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې پر بهرنیو ژبو د لیکل شوو دړو د پاکولو کمپاین پيل شوی و.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن