ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره لومړۍ دوستانه لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره لومړۍ دوستانه لوبه کوي

author avatar
10 Jul 2024 - 13:05
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره لومړۍ دوستانه لوبه کوي
author avatar
10 Jul 2024 - 13:05

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د فوټسال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له مراکش سره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغانستان نن له مراکش سره لومړۍ دوستانه لوبه ترسره کوي چې د افغانستان پر وخت به د شپې لس‌نیمې بجې پیل شي.

د فوټبال فدراسیون ویلي، دغه سیالي د دواړو لوبډلو په خوښه د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.

د فوټبال فدراسیون ویلي وو، د دې ادارې مشرتابه په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال کې د کېدونکي نړۍوال جام له پیله مخکې د فوټسال ملي لوبډلې ته دوستانه لوبې برابرې کړي، څو ښه چمتووالی ورته ونیسي.

دغه راز، د فوټسال نړۍوال جام سیالیو لسم پړاو د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۴مې بیا د اکتوبر تر ۶مې پورې د ازبکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي او ۲۴ لوبډلې به په‌کې ګډون ولري.

د یادونې ده، افغانستان به خپله دویمه دوستانه لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه له مراکش سره ترسره کړي.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.