ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«فاریاب کې په ۴۴ ښوونځیو کې اداري او درسي چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي»

«فاریاب کې په ۴۴ ښوونځیو کې اداري او درسي چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي»

author avatar
15 Jul 2024 - 17:45
«فاریاب کې په ۴۴ ښوونځیو کې اداري او درسي چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي»
author avatar
15 Jul 2024 - 17:45

میمنه (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د فاریاب ځینې اوسېدونکي د خپلو سیمو په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت له امله اندېښمن دي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست هم د دې موضوع پخلی کوي او وايي، په دغه ولایت کې ۴۴ داسې ښوونځي شته چې د هر یوه درسي او اداري چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري پر مخ وړل کېږي.

د هغوی په وینا، په یوه ښوونځي کې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ زده‌کوونکو درسي او اداري چارې د یوه ښوونکي له لوري پر مخ وړل کېږي چې دا چاره له زده‌کوونکو او پوهنې سکټور سره جفا ده.

د دولت‌اباد ولسوالۍ د «تورت عطا» کلي د شورا رییس جلال‌الدین پهلان وايي، د دې سیمې ښوونځی ۱۳ کاله مخکې جوړ شوی چې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکي لري او درسي او اداري چارې یې یوازې د یو ښوونکي پر غاړه دي.

هغه زیاته کړه: «د تورت عطا لومړنی ښوونځی د بست د کمښت ترڅنګ ودانۍ هم نه لري، زده‌کوونکي یې د خلکو په کورونو یا هم په خیمو کې درس وایي چې له نېکه‌مرغه تېره اونۍ د پوهنې د مسوولینو له لوري ورته د ودانۍ جوړولو کار پیل شو، خو تر هغه مهم په ښوونځي کې د ښوونکو نه‌شتون دی چې باید حل شي.»

د دولت‌اباد ولسوال ملا سیف‌الله وايي، نه یوازې د تورت عطا ښوونځي درسي او اداري چارې د یوه ښوونکي له لوري پر مخ وړل کېږي، بلکې په دې ولسوالۍ کې نور ښوونځي هم شته چې د ۲۵۰ تر ۳۰۰ زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې چارې یوازې یو ښوونکی پر مخ وړي او د پوهنې ریاست باید د ښوونکو د بستونو کمښت ستونزې هواري برخه کې پاملرنه وکړي.

دغه راز، د قرقل ولسوالۍ د پوهنې مدیر عبدالقدیر بشارت وویل چې د «دولت محمد ازادي» لومړنی ښوونځی څه بادنې ۳۰۰ زده‌کوونکی لري چې ټولې چارې یې یو ښوونکی پر مخ وړي.

بشارت وویل، دغه ښوونځی اته کاله مخکې جوړ شوی او دوه اونۍ مخکې یې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، خو د دې ودانۍ د ساتلو لپاره له یوه ښوونکي پرته، یو ساتونکی هم نشته.

د تورت عطا نجونو ښوونځي ښوونکې بي‌بي قدرت وايي، له ۱۳۹۳ کال راهیسې یې په یوازې ځان د نږدې ۲۵۰ زده‌کوونکو د ښوونیزو او اداري چارو دروند مسوولیت پر غاړه اخیستی او سږ کال ورته د پوهنې ریاست له لوري دوه خدمتي کسان رالېږل شوي خو بسنه نه کوي.

هغې وویل، خدمتي ښوونکي یوازې په درسي ساعتونو کې وي خو پرته له کوم امتیاز څخه د پایلو تنظیمول، د ښوونځي د اسنادو او سامانونو ساتنه، رسمي او اداري کارونه او اضافه کاري د دې پر غاړه ده.

د بي‌بي قدرت ورور خال‌محمد وايي، د ښوونځي د اداري اسنادو د تنظیم او ترتیب برخه کې له خپلې خور سره مرسته کوي او د خپل یوه کوټه یې د ښوونځي کارونو ته ځانګړې کړې څو د خلکو د اولادونو روزنې ته سمه رسېدنه وشي.

قرمقول ولسوالۍ کې د مخدوم قلي په نوم لومړني ښوونځي کې د عزیزالله زاهد په نوم یو ښوونکی وايي، دغه ښوونځی ۸ درسي شعبې او څه باندې ۵۰۰ زده‌کوونکي لري چې تعلیمي او اداري کارونه یې خپله او څلور خدمتي ښوونکي پر مخ وړي.

نوموړي وویل: «سره له دې چې پرته له معاشه هیڅ اضافي امتیاز نلرم، د ښوونځي د مدیر، ښوونکي، تحویل‌دار او ملازم په حیث هڅه کوم چې د خلکو اولادونه له علم څخه بې‌برخې پاتې نه شي خو د زده‌کوونکو له زده‌کړو څخه راضي نه یم.»

هغه زیاته کړه، هره اونۍ زده‌کوونکو ته ۳۴ ساعتونو کې ۱۲ مضمونونه تدریسېږي چې لږ تر لږ نهه ښوونکو ته اړتیا ده خو کله کله د دوو ټولګیو زده‌کوونکو ته چې شمېر یې ۱۵۰ کسانو ته رسېږي، د یوه ښوونکي له لورې درس ورکول کېږي.

د قرمقول د لومړني ښوونځي ښوونکی عوض ګیلدي وايي، نهه ټولګیو کې ۴۲۰ زده‌کوونکو د یوه رسمي او پنځه خدمتي ښوونکو له لوري زده‌کړې ورکول کېږي خو د زده‌کوونکو علمي سویه صفر ده.

هغه وویل: «خدمتي ښوونکي تر نورو لږ مسوولیت لري، په ګرمو او سړو ورځو کې غیرحاضري کوي، ډېری ورځې درې تر څلور ټولګي خالي پاتې کېږي او زده‌کوونکي له درس پرته خپلو کورونو ته ځي، خلک له علم او زده‌کړو سره لېوالتیا لري او له ښوونځي سره مرسته او همکاري کوي کنه نو د ښوونکو کموالي او محدودو امکاناتو ته په کتو د ښوونځي دروازه تړل کېږي.»

د یوه زده‌کوونکي پلار نجم‌الدین وايي چې زوی یې د قرمقول ښوونځي په پنځم ټولګي کې دی، نیمه ورځ په ښوونځي کې تېروي، خو تر اوسه د رخصتۍ یوه رقعه نه‌شي لیکلای.

هغه زیاته کړه، د دې په هیله چې حکومت به د ښوونې او روزنې کیفیت ته پاملرنه وکړي، خپل زوی ښوونځي ته لېږي، کنه نو له دې ښه ده چې په یوه کسب کې یې شامل کړي څو د هنر او کار خاوند شي.

بلخوا، د فاریاب د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد د پژواک له خبریال سره په خبرو کې د فاریاب د مخورو او اوسېدونکو د شکایتونو د تایید ترڅنګ وویل، د دغه ولایت په کچه ۴۴ لومړني او منځني ښوونځي شته چې د هر یوه د مدیریت او تدریسي چارې د یوه یا دوو ښوونکو له لوري ترسره کېږي او سره له دې، د دغه ولایت پوهنې ریاست د ۱۳۴۵ ښوونکو له کمښت سره مخ دی.

جواد زیاته کړه چې هغه تازه د پوهنې رییس په توګه ګمارل شوی، خو په یوه ښوونکي د ښوونځیو چارې پر مخ وړلو او د څه باندې ۱۳۰۰ ښوونکو کموالي ستونزه له پخوا شته وه.

نوموړی وايي، هڅه کوي د حق‌الزحمه او خدمتي ښوونکو په ګمارلو او له نورو ښوونځیو د اضافي بستونو په لېږد د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۴۴ لومړنیو او منځنیو ښوونځیو شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې د ښوونکو د ۱۳۴۵ بستونو کموالي ستونزه یې هم د پوهنې وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړې او هیله ده چې دغه ستونزه هم حل شي.

د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې له ۵۰۰ ډېر ښوونځي شته چې ۱۵۵ یې تر اوسه ودانۍ نه‌لري او دغه‌راز ۲۰۰ نور بیارغونې ته اړتیا لري.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.