ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د نسبتاً سخت ورښت اټکل شوی

د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د نسبتاً سخت ورښت اټکل شوی

author avatar
16 Jul 2024 - 12:39
د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د نسبتاً سخت ورښت اټکل شوی
author avatar
16 Jul 2024 - 12:39

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هېواد په دوولسو ولایتونو کې نن او راتلونکې دوه ورځې د نسبتاً سخت ورښت، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو پورته کېدو اټکل شوی دی.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د نسبتاً سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راتلو احتمال شتون لري.

د سرچینې په وینا چې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په لوېدیځ، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو احتمال دی چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

دغه‌راز د اوبو او برېښنا وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۶مې تر ۲۸مې د سېلابونو راتلو او د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو احتمال موجود دی.

د سرچینې له قوله، په یادو ورځو کې د تخار، پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، میدان‌وردګو، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، کابل، هلمند او بدخشان سیندونو په مسیر او ځینو نورو سیلبرونو کې د باران او وارې ویلې کېدو له امله اوبو سطحې لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی دی.

وزارت د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لاندنیو سیمو خلکو له خطره په جریان کې کوي څو د تلفاتو مخنیوی وشي.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.