Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د عاشورا د ورځې پيغام، د اسلامي امت د یووالي او وحدت پيغام دی»

«د عاشورا د ورځې پيغام، د اسلامي امت د یووالي او وحدت پيغام دی»

author avatar
16 Jul 2024 - 16:52
«د عاشورا د ورځې پيغام، د اسلامي امت د یووالي او وحدت پيغام دی»
author avatar
16 Jul 2024 - 16:52

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۳): په کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال د دغو مراسمو لپاره له امنیتي تدابیرو خوښي څرګندوي او وايي چې د عاشورا ورځ له ځان سره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او خواخوږۍ پيغام لري.

نن د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم میاشتې لسمه نېټه ده او دغه ورځ د امام حسین (رض) د شهادت له ورځې سره برابره ده. د حضرت محمد (ص) لمسی امام حسین (رض) او ۷۲ ملګري یې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم میاشتې په لسمه د عراق په کربلا دښته کې د یزید د کسانو له خوا په شهادت ورسېدل.

دغه ورځ په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

کابل کې د عاشورا مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او له نن سهاره تر اوسه (دوه نیمې بجې) د مخابراتي شبکو انتنونه هم بند شوي دي.

د عاشورا مراسم نن د کابل ښار په خاتم‌النبین جامع جومات او ځینو نورو سیمو کې ترسره کېږي.

د افغانۍ سرې مياشتې ټولنې مشر شيخ شهاب‌الدین دلاور په خاتم‌النبین جومات کې د مراسمو پر مهال وویل چې د عاشورا د ورځې پيغام، د اسلامي امت د یووالۍ او وحدت پيغام دی.

هغه زیاته کړه: «هر صحابي ځان ته خصوصیات درلودل؛ د امام حسین (رض) خصوصیت د باطل پر وړاندې درېدل، شهادت ته وردانګل او ظالم ته نه تسليمېدل و، دا زموږ لپاره درس دی، موږ افغانان د شوروي اتحاد پر وړاندې ودرېدو او شوروي مو په روسيه بدله کړه، د ناټو او نورو اشغالګرو پر وړاندې سلګونه زره شهیدان مو قرباني ورکړه چې په پایله کې یې اشغالګران په ذلیل ډول له افغانستانه ووتل.»

شیخ دلاور وویل چې په تېرو شاوخوا ۴۷ کلونو کې نه یوازې د شیعه او سني، بلکې د افغانستان ختيځ، لوېديځ او سوېل کې د پرتو افغانانو ترمنځ د نفاق او کرکې تخم کرل شوی و، خو اوس د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول افغانستان کې د وحدت او ورورولۍ فضا حاکمه شوې او باید د دغه وضعیت شکرانه اداء کړل شي.

په یادو مراسمو کې د افغانستان د شیعه‌ګانو ټولنې غړي شیخ نعمت‌الله غفاري هم وویل چې د عاشورا ورځ له ځان سره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او همدلۍ پيغام له ځان سره لري.

هغه زیاته کړه: «خو متاسفانه چې په ځينو مواردو کې د دښمنانو د توطیو له امله شعیه‌ګان د سني مذهب مقدسات او سنیان د شعیه‌ګانو مقدسات تر پښو لاندې کوي.»

د ده په وینا، د حل لار دا ده چې هر څوک پر خپل مذهب عمل وکړي، ټولو نورو مذاهبو ته درناوی ولري او هیچا ته باید «د ګمراه، منحرف، له دینه وتلي، مشرک او کافر خطاب ونه کړي.»

د اهل‌بیت ټولنې مشر او د کډوالو چارو پخواني وزیر سیدحسین عالمي بلخي په نننيو مراسمو کې په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو د امنیت ټينګښت له امله له اسلامي امارته مننه وکړه.

هغه وویل: «موږ په ځينو مواردو کې د امر بالمعروف د کړنو له څرنګوالي ګیله لرو، خو د اسلامي امارت د دې کړنو ملاتړ او ستاینه کوو چې د عاشورا مراسمو امنیت په ښه ډول تامین شوی، د خوارجو هغه ډلې یې چې غوښتل يې د عاشورا مراسم مختل کړي، نیولې او هغه ډله يې هم نیولې چې د شپې له خوا به یې بیرغونه راکوزول او غوښتل یې چې د اسلامي امارت او شعیه‌ګانو ترمنځ ستونزې راولاړې کړي.»

دغه مراسم د تمدن خصوصي ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدل.

د دې خپرونې ویاند وویل چې په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو خونديتوب لپاره ۱۳ زره امنيتي ځواکونه توظیف شوي، د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کې يې د «خوارجو» يوه ډله له وسلو او چاودېدونکو سره نیولې او د یو شمېر ښځو په ګډون يې هغه ډله هم نیولې چې د شپې له لوري يې بیرغونه او عاشورايي پيغامونه راکوزول.

هغه وویل: «اسلامي امارت موږ ته وویل چې د بیرغونو راکوزول زموږ کار نه دی.»

دغه راز، پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه د محرم‌الحرام د لسمې رارسېدو په مناسبت هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته تسلیت ویلی او د امام حسین (رض) او د کربلا د نورو شهیدانو روح ته یې دعا کړې ده.

هغه لیکلي: «د اسلام سپېڅلی دین لارښوونې زموږ د خلکو د يووالي او ورورولۍ محور دی چې زموږ د ملت د اتحاد او اتفاق په ټينګښت کې یې اساسي رول لوبولی، داسې چې افغانستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې د یووالي د بریالۍ بېلګې په توګه پېژندل کېږي.»

هغه ډاډ څرګند کړی چې هېوادوال به د دې ورځې له فضایلو او برکاتو په ګټې اخيستنې سره په پوره یووالي او ورورولۍ د یو پرمختللي، بیدار او پر ځان بسیا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.

د تېر حکومت د ملي پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په دې ورځ د اسلام په تاریخ کې یوه له درده ډکه او عبرتناکه پېښه شوې؛ حضرت حسین (رض) او د هغه ۷۲ ملګري په کربلا کې شهیدان شول، هغه په ​​شعوري ډول د اسلامي ټولنې د اصلاح، د اسلام د سپېڅلي دين د ارزښتونو د دفاع، د عدالت د تامين او د ديني انحرافاتو مخنيوي لپاره قیام وکړ او په دې لاره کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.»

هغه هیله څرګنده کړې چې د دې ورځې لمانځنه پّ افغانستان کې د خلکو د يووالي او خواخوږۍ د پياوړتيا او په هېواد کې د ديني پيوستون او د یو بل منلو زمينه برابره کړي.

Views: 27

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.