ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بنو کې د پاکستان د پوځ پیل شوو عملیاتو غبرګون کې پراخ لاریون شوی

بنو کې د پاکستان د پوځ پیل شوو عملیاتو غبرګون کې پراخ لاریون شوی

author avatar
19 Jul 2024 - 13:53
بنو کې د پاکستان د پوځ پیل شوو عملیاتو غبرګون کې پراخ لاریون شوی
author avatar
19 Jul 2024 - 13:53

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.

د دغه لاریون ګڼ شمېر ویډیوګانې او عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

لاریون‌کوونکي وایي: «موږ هیڅکله خپله خاوره یو ځل بیا د ډالري جنګونو برخه نه شو ګرځولی او نه د امن په نامه خپل کور او کلی پرېښودلی شو.»

هغوی زیاتوي، د خيبر پښتونخوا په بنو کې د پوځ ډراماتیک او ډالري عملیاتو پر ضد سلګونه زره خلک راوتلي او وايي چې پښتانه نور پر خپل وطن ډالري جګړې نه مني.

د پاکستان پوځ په تېره جون میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو او ځینو نورو سیمو کې «عزم استحکام» په نوم د ځایي وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي.

د یادونې ده، د چنګاښ په ۲۵مه په بنو کې وسله‌والو د پاکستان پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم چاودنه وکړه او وروسته یاد مرکز ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه؛ نښتې یوه ورځ دوام وکړ، د راپورونو پر اساس، په دې پېښه کې لږ تر لږه اته پاکستاني پوځیان ووژل شول او لسګونه نور کسان ټپیان وو.

د سیمې خلکو هغه مهال رسنیو ته ویلي وو چې امنیتي کسانو له برید وروسته پر عامو خلکو ډزې وکړې او مرګ‌ژوبله یې واړوله.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.