ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړۍ‌وال سازمان: په بنو کې پر لاریونوالو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو خلاف عمل دی

د بښنې نړۍ‌وال سازمان: په بنو کې پر لاریونوالو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو خلاف عمل دی

author avatar
20 Jul 2024 - 09:39
د بښنې نړۍ‌وال سازمان: په بنو کې پر لاریونوالو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو خلاف عمل دی
author avatar
20 Jul 2024 - 09:39

کابل: (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو ډزې د نړۍ‌والو بشري حقونو خلاف عمل دی او پاکستان دې پر لاریونوالو د برید پلټنه وکړي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ زرګونو کسانو د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شوو «عزم استحکام» عملیاتو پر ضد لاریون وکړ چې بیا وروسته پاکستاني پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړې وې او یو شمېر کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو سیمه کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو ډزې چې یو شمېر کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې، د نړۍوالو بشري حقونو او پاکستان اساسي قانون له مخې د سوله‌ییز لاریون له حقه سرغړونه ده.

دغه سازمان لیکلي چې د پاکستان حکومت په پرله‌پسې ډول د یوې سوله‌ییزې غونډې په تنظیمولو او مظاهره‌کوونکو ته د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

سرچینې لیکلي چې د سوله‌ییزو لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف عمل دی.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي څو پر لاریونوالو د برید پلټنه وکړي، مسوول کسان محاکمه کړي او د وسلې د کارولو برخه کې د ملګرو ملتونو لارښوونې په پام کې ونیسي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.