ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره میاشت له افغانستانه د ۹۳،۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له افغانستانه د ۹۳،۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

author avatar
20 Jul 2024 - 13:33
تېره میاشت له افغانستانه د ۹۳،۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي
ارشیف
author avatar
20 Jul 2024 - 13:33

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان لمریز کال په تېره غبرګولي میاشت کې د ۹۰۰،۹ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۹۳،۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداري له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د افغانستان په کچه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تېرې غبرګولي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، د دغو ارقامو له مخې، په ياده مياشت کې د افغانستان په کچه د وارداتو ټولیز ارزښت ۹۰۰،۹ میلیون ډالر او د صادراتو ټولیز ارزښت ۹۳،۳ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۰٬۵ میلیون ډالرو ته رسېده چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ۴۹٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌ کې راغلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د ۱۴۰۳ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴٬۶ میلیون ډالره و.

د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدغه کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱٬۳ ميليون ډالره کموالی لري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ارقام څرګندوي چې د یاد کال په تېره غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو ترسره شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېره غویي میاشت کې د افغانستان په کچه د وارداتو ټول ارزښت ۹۵۰٬۵ ميليون ډالر او د صادراتو ټول ارزښت ۱۱۴٬۶ ميليون ډالرو ته رسېده.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.