Language

د پاریس المپیکي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب درې ورزشکاران ګډون کوي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د پاریس المپیکي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب درې ورزشکاران ګډون کوي.

د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیکي لوبو کې د منډې وهلو، لامبو وهلو او جودو برخو کې درې ورزشکاران د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې په دغو لوبو کې شاه‌محمود نورزی د منډې وهلو، فهیم انوري د لامبووهنې او صمیم فیض‌زاد د جودو په برخه کې ګډون کوي.

د معلوماتو له مخې، په دغو درېیو لوبغاړو کې صمیم فیض‌زاد په هېواد کې او شاه‌محمود نورزی او فهیم انوري له هېواده بهر ژوند کوي.

بلخوا، د افغانستان اتلتیک فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیکي لوبو کې د شاه‌محمود نورزي ترڅنګ کیمیا یوسفي هم په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، کیمیا یوسفي له دې مخکې هم په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې په المپیکي لوبو کې ګډون کړی و او شاه‌محمود بیا له دې مخکې یو ځل په ۲۰۲۰ کال کې ګډون کړی و.

د ۲۰۲۴ کال المپیکي لوبې د روانې جولای په ۲۶مه په پاریس کې پیلېږي.