غزنيښار (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او اجرستان ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د غزني ښار څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې دوو ماشومانو په ښکاري ټوپک لوبې کولې چې ډز یې کړی او یو ماشوم وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، یاد ماشوم لومړی ټپي و خو کابل ته د انتقال پر مهال یې په لاره کې ساه ورکړې ده.
د یو بل خبر له مخي، د یاد ولایت په اجرستان ولسوالۍ کي بیا یوه ماشومه د اوبو یوه ډنډ ته لوېدلې او مړه شوې ده.
سرحدي وايي چې د اجرستان په شریفخېلو کلي کې یوې څلورکلنې ماشومې د خپل کور مخې ته لوبې کولې چې حوض ته لوېدلې او مړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په غزني کې یو ماشوم په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP