Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې دي

کابل (پژواک، ۳ زمري ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي، د مشرتابه د حکم له مخې، د دوو وزارتونو لپاره مرستیالان، د سرپل لپاره والي، د دوو ولایتونو لپاره مرستیالان، دوه رییسان، درې قوماندانان او یو ولسوال ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کندهار د سپین‌بولدک مخکنی ولسوال ملا عبدالله بشیر د ملي دفاع وزارت د ټکنالوجۍ او لوژستیک مرستیال په توګه، حاجي محمداسمعیل فایز د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا مرستیال په توګه او د دفاع وزارت د ټکنالوجۍ او لوژستیک مخکنی مرستیال مولوي محمدظریف مظفر د سرپل د والي په توګه ټاکل شوي دي.

هغه لیکلي، دغه راز د غزني د اندړو مخکنی ولسوال سلیمان اغا بهیر د نیمروز د والي د مرستیال په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست د بتار قطعې مخکنی رییس ارکان ملا عبدالله حماد د غزني د والي د مرستیال په توګه او د غزني زون د نظامي محکمې مخکنی مسوول مولوي سیدآغا د دفاع وزارت د عقیدتي، کلتوري او امر بالمعروف ریاست د رییس په توګه وټاکل شول.

مجاهد لیکلي، د سرپل مخکنی والي عبدالرحمن اکا د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو د دویمې لواء د قوماندان په توګه، د دې قول‌اردو د دویمې لواء مخکنی قوماندان ملا محمدنسیم زرقاوي د همدې قول‌اردو د درېیمې پلې لواء د قوماندان په توګه، د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د لوژیستیک مخکنی مسوول قاري محمدنسیم عزت د همدې قول‌اردو د دویمې پلي لواء د قوماندان په توګه، د ۲۰۵ البدر قول‌اردو د لومړۍ پلې لواء د درېیم کنډک مخکنی مسوول حاجي غلام‌رسول د همدې قول‌اردو د دويمې پلې لواء د رییس ارکان په توګه او د غزني ولایت مخکنی مرستیال مولوي رحیم‌الله محمود د کندهار د سپین‌بولدک د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.