کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اداري مرستیال دوی ته په م.م سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې، د بندیزونو ختمولو او له تور نوملړه د ا.ا د مشرانو د نومونو لرې کېدو غوښتنې وکړې.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت (یوناما) له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره لیدلي.
مېرمن روزا اوتنبایوا ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتونکی دی او د اسلامي امارت له رهبري څخه هیله لري چې مستحقو خلکو ته د دې مرستو رسولو برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.
هغې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سازمان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، له ناچاودو ماینونو د ځمکې پاکولو، د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې ډېرې برنامې لري چې د هغو عملي کول د اسلامي امارت همکارۍ ته اړتیا لري.
سرچینه لیکي، د ریاستالوزراء اداري مرستیال په دغه لیدنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ښه والي برخه کې د یاد پلاوي د هڅو قدرداني وکړه.
حنفي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې کوښښ کوي.
د هغه په وینا، دوی د ملګرو ملتونو له سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې همکاري وکړي.
نوموړی زیاتوي: «موږ په ملګرو ملتونو سازمان کې اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ ورکړې، د تحریمونو د ختمولو، له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو د حذف او همدارنګه د ټولو بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکي یوو.»
حنفي دغه راز ویلي چې محدودیتونه نه یوازې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي او په وینا یې لازمه ده چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP