کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وایي، په بامیان ولایت کې د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سترې محکمې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پر تورنو کسانو دغه سزا پرون د سترې محکمې عالي مقام له تصویب وروسته تطبیق شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د بامیان ابتدایه ښاري محکمې له یادو درېیو کسانو یو پر څلور کاله تنفیذي بند او ۳۵ درو، بل پر پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۵ درو او درېیم په شپږ میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ درو محکوم کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۱۵مه هم د کندهار په لوړ میوند ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP