ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه نظامي مرکز د برید په تور۲۴ کسان نیول شوي

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه نظامي مرکز د برید په تور۲۴ کسان نیول شوي

author avatar
28 Jul 2024 - 16:25
د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه نظامي مرکز د برید په تور۲۴ کسان نیول شوي
author avatar
28 Jul 2024 - 16:25

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د وروستي برید په تړاو ۲۴ کسان نیولي دي.

ډان ورځپاڼې نن (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې یاد کسان په بنو کې د «امان» په نوم له یوې ځايي جرګې سره په همغږۍ د پاکولو عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، له تورنو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم کشف او ترلاسه شوي او هغوی د څېړنو لپاره د پاکستان له تروریزم سره د مبارزې ادارې ته سپارل شوي دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي ویلي چې د یادو کسانو موټرونه درول شوي او د هغوی پټن ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

د نیول شوو کسانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د روان کال د چنګاښ په ۲۵مه وسله‌والو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوه نظامي مرکز برید وکړ چې له امله یې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.