ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۱۸۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۱۸۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
28 Jul 2024 - 18:01
درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۱۸۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
28 Jul 2024 - 18:01

کابل (پژواک، ۷ زمري ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په لوګر کې له څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پنجشیر کې له ۶۹۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې او په فراه کې څه باندې دوه زره کورنیو ته د نغدي مرستو د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې  ۲۰۱۳ کورنیو ته د نغدي مرستې د وېشلو لړۍ پیل شوه.

سرچینې لیکلي، دغه مرسته د جرمني هېواد د «Help» موسسې په مالي ملاتړ وېشل کېږي.

ده وویل، یادې مرستې د دغه ولایت له پرچمن ولسوالۍ څځه پیل شوې او په پام کې ده چې نورو سیمو ته هم و غځول شي او هرې کورنۍ ته به په دغو مرستو کې ۵۳۱۶ افغانۍ ورکړل شی.

دغه‌راز، د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست ویاند صبغت‌الله نایب‌خیل وایي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۲۰۰ کورنیو سره  د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په په مالي مرسته د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه وایي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلوګرامه اوړه، یوه لس لېټره غوړي، ۱۰ کېلوګرامه دال، ۶ کېلوګرامه مالګه، ۳۰ پاکټه د ماشومانو ځانګړي خواړه او درې پاکټه د ماشومانو سوپر سېریلاک خواړه ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو و فرهنګ رئیس نصرالله ملک‌زاده وایي، د دغه ولایت په دره او ابشار ولسوالۍ کې له ۶۹۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

هغه وویل، په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.