هرات (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د هرات ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
د هرات د امبولانس عمومي مدیر محمدطاهر نورزي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دا پېښه تېر ماښام د دغه ولایت د ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – هرات لویه لار کې د یوه سویفټ او باروړونکي موتر د ټکر په پایله کې شوې ده.
نوموړي وویل چې دې پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.
د هرات امبولانس د مدیر په خبره، د دې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هغه له کورنیو غواړي چې د سفر پر مهال ایمني موارد او دغهراز ترافیکي قوانین مراعت کړي.
بلخوا، د ادرسکن ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرشید وایي چې دې پېښه کې دوه نارینه، دوې ښځې او درې ماشومانو چې د یوې کورنۍ غړي وو، مړه شوي دي.
د یادونې ده، د دغه ولایت کرخ ولسوالۍ خواجه چهارشنبه سیمه کې د جمعې د ورځې ترافیکې پېښه کې هم څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او یو کس ټپي شوی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن