ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن له منځه وړلو لپاره دې کار وشي

حقاني: د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن له منځه وړلو لپاره دې کار وشي

author avatar
29 Jul 2024 - 17:55
حقاني: د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ د واټن له منځه وړلو لپاره دې کار وشي
author avatar
29 Jul 2024 - 17:55

کابل (پژواک، ۷ زمري ۱۴۰۳): چارواکو د کانکور ازموینې د ممتازو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې د دیني او عصري زده‌کړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ترمنځ یې واټن «د اشغال موخه او د سیسه» وبلله ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کېدو لپاره باید کار وشي.

تېره اونۍ د یک‌شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۳ کال د کانکور پایلې اعلان شوې؛ د دغو پایلو له مخې، د ښوونځیو له فارغانو اتل خان او د مدرسو له فارغانو زین‌الله په دې ازموینه کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

نن د کورنیو چارو وزارت او د کابل ولایت مقام له خوا په جوړو شوو غونډو کې د یادو دوو کسانو په ګډون لس هغه د کانکور ګډونوال وستایل شول او ډالۍ ورکړل شوې چې په یاده ازموینه کې یې تر نورو لوړې نومرې ترلاسه کړې وې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په یوه ناسته کې ویلي، هره برخه کې د علم او پوهې حاصلولو موخه باید د اسلامي او ملي ارزښتونه ننګه او دفاع وي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «حقاني د عصري او دیني زدکړو تر منځ واټن د اشغال موخه او د سیسه وګڼله او ویې ویل چې د دې دسیسې د خنثی کیدو لپاره به ټول په ګډه کار کوو.»

ده ویلي: «د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په کلکه ساتنه وکړئ، له سیاسي لومو او اختلافي مسایلو څخه ځانونه لري وساتئ، د زده کړو پر وخت خپل هدف ته ډېره پاملرنه وکړئ؛ ترڅو د دین او هېواد خدمت جوګه شئ.»

د کابل والي ملا امین‌الله عبید هم نن د دې ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې وویل، دا د دغو لسو زده‌کوونکو بریا ثابتوي شوې چې اسلامي امارت د ښوونې او روزنې لپاره ډېر کار کړی دی.

عبید وویل، د دې غونډې جوړولو موخه دا وه چې که د افغانستان له هر ولایت او هر قوم څخه څوک بریا  او مقام ترلاسه کوي نو دا د اسلامي امارت بریا ده او ستاینه یې کوي.

ده دغه‌راز وویل چې اسلامي امارت د عصري او دیني زده‌کړو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي او دا یې ثابته کړې ده چې نن د عصري او دیني زده‌کړو زده کوونکي دواړه په یوه مېز سره ناست دي.

د کابل ښاري پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني هم وویل: «ډېرو ورونو ته دا سوال پيدا کېږي چې عصري علوم او دیني علوم، عصري علوم او دیني علوم دا دواړه لازم او ملزوم دي، زموږ او ستاسو اصلي مقصود هغه علوم دیني دي چې هر مسلمان یې باید زده کړي، د هغه تر څنګ د عصري زده کړو ضرورت هم لرو، دا ضرورت د ملت دی، د دې خاوری دی او موږ او تاسو باید داسې شاګردان وروزو چې په عصري زده کړو سمبال وي.»

د ښوونځیو له فارغانو د کانکور عمومي اول نمره اتل‌خان په دغه ناسته کې وویل، دغه ډول ستاین‌غونډې دوی ته نور هم روحیه ورکوي.

هغه د پوهنې له وزارته وغوښتل چې ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د مدرسو له فارغانو زین‌الله هم وویل چې اسلامي امارت باید ټولو خلکو ته ده زده‌کړو زمینه برابره کړي څو خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.