ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور د اسلامي همکاریو له سازمانه د سوري زړه ناروغانو لپاره د روغتون جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې

دلاور د اسلامي همکاریو له سازمانه د سوري زړه ناروغانو لپاره د روغتون جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې

author avatar
30 Jul 2024 - 13:06
دلاور د اسلامي همکاریو له سازمانه د سوري زړه ناروغانو لپاره د روغتون جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې
author avatar
30 Jul 2024 - 13:06

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د افغاني سرې میاشتې سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو لپاره د یوه روغتون جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ادارې سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور پرون (دوشنبه) په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر محمد سعید العیاش سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، په یاده لیدنه کې دلاور د طبي تجهیزاتو، د سوري زړه ناروغانو لپاره د روغتون او د خېمو د تولید کارخونې جوړولو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بلخوا، سرچینې لیکلي چې العیاش د افغاني سرې میاشتې خدمتونه په افغانستان کې اغېزناک وبلل او په دې برخه کې یې د مرستې ژمنه هم وکړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.