Language

د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو افغان لوبغاړي له خپل اتریشي سیال څخه ماتې وخوړه

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د جودو ملي لوبغاړي احمد صمیم فیض‌زاد د پاریس المپیکي سیالیو کې له خپل اتریشي سیال څخه ماتې وخوړه.

فیض‌زاده نن سه شنبه په ۸۱ کیلو ګرامه وزن کې له خپل اتریشي سیال واچیدبور چا شویلي سره سیالي ترسره کړه او ویې بایلله.

د المپیک ملي کمېټې معلوماتو له مخې، د پاریس په المپیکي سیالیو کې له ۲۰۶ هېوادونو ۱۰ زره او ۵۰۰  ورزشکارانو کډون کړی او په ۳۲ بېلابېلو ورزشي څانګو کې لوبې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بایسکل‌ځغلونې افغان ورزشکارې یلدوز هاشمي وړمه ورځ د پاریس په المپیک لوبو کې د ښځو په «ټایم تریل» انفرادي سیالۍ کې ۲۶م مقام خپل کړې و.