ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې پنځه چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل کې پنځه چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

author avatar
30 Jul 2024 - 17:17
کابل کې پنځه چک‌ډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
author avatar
30 Jul 2024 - 17:17

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په کابل ولایت کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چک‌ډیمونو د جوړيدو کار له بشپړېدو خبر ورکوي.

د اوبو او برېښنا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چګ‌دېمونه د کابل ولایت په چهاراسیاب، بګرامي، خاکجبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې جوړ او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.‎

خبرپاڼه کاږي، دغه چک‌ډېمونه د ۸۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې څه باندې اووه زره کورنیو به یې له استفادې برخمنې شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو چک‌ډېمونو د جوړولو موخه د اوبو د سرچینو پياوړتیا، د باران اوبو ذخیره کول، د سېلابونو د ویجاړیو مخنیوی، چاپېریال ساتنه او د خلکو لپاره د کار زمینې برابرول دي.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو چک‌ډېمونو لګښت د دغه وزارت له لوري ورکړل شوی او د جوړولو چارې یې له یوه کال څخه په کمه موده کې بشپړې شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.