Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: لا هم د انساني قاچاق یوه پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو اړوندې ادارو د انساني قاچاق پر ضد مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم د انساني قاچاق یو پر درېیمه برخه قربانیان ماشومان دي خو په شمېر کې یې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.

د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق پر ضد مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق او ماشوم ژغورنې سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې د ماشومانو د قاچاق د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې د انساني قاچاق له امله په هرو درېیو قربانيانو کې یو يې ماشوم دی.

خو سرچینه د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر د راپور له مخې وایي چې په نړۍواله کچه د انساني قاچاق د قربانیانو په شمېر کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ماشومانو قاچاق جرم دی او ټول هېوادونو دنده لري چې په دې برخه کې مبارزه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې د انساني قاچاق په اړه ویلي وو چې د افغانستان سرپرست حکومت اجازه نه ورکوي چې انساني قاچاق ترسره شي او که څوک په دغه جرم ونیول شي، مجازات کېږي.

هغه ویلي وو چې انساني قاچاق د افغانستان له پولو د باندې ترسره کېږي چې مخنیوی يې هم د نورو هېوادونو مسؤولیت دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.