ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د وریجو او بورې بیې ټیټې شوې

کابل کې د وریجو او بورې بیې ټیټې شوې

author avatar
3 Aug 2024 - 11:44
کابل کې د وریجو او بورې بیې ټیټې شوې
آرشیف
author avatar
3 Aug 2024 - 11:44

کابل (پژواک، ۱۳ اسد ۱۴۰۳): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې او پاکستانۍ وریجو بیې ټیټې شوې خو د اوبلن ګاز او سرو ‌زرو بیې لوړې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۸۲۰ څخه ۲۸۰۰ افغانیو او د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۲۶۵۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د بورې او وریجو بیې د هغو د وارداتو ډېرېدو او ورته د تقاضا کمېدو له امله ټیټې شوې دي.

خو نوموړی وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه ۱۵۰۰افغانۍ، ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۸۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو لېټر پټرول په ۶۲ افغاني او یو لېټر ډیزل په ۶۳ افغانیو پلورل کېږي.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۴۸ څخه ۵۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

سره‌زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده د سرو زرو پلورنځي مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠ عیار عربي  سرو زرو بیه له  ۴۳۵۰ څخه ۴۴۵۰ افغانیو او د ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۴۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو ‌زرو پلورونکو په وینا، کابل ښار کې د سرو زرو د بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره اړیکه لري.

د اسعارو بیه

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي حسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۶ مه ‎یو امریکايي ډالر په ۷۰ اعشاریه ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.