مزارشریف (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): بلخ کې د شمال په کچه د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ چې پنځو لوبډلو په کې ګډون کړی و، د دغه ولایت د «قناعت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره د بلخ ولایت په کوربهتوب ترسره شوې، د سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو پنځو لوبډلو برخه په کې اخیستې وه.
د بلخ د فوټسال فدراسیون مشر احمدالله واعظزاده وایي، دغه لوبې د بلخ ولایت په کوربهتوب د سمنګان، جورجان، سرپل او فاریاب ولایتونو د پنځو لوبډلو په ګډون د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
نوموړی زیاتوي، د دغه جام سیالیو لومړی مقام د بلخ ولایت قناعت لوبډلې، دویم سمنګان او درېیم د جوزجان لوبډلو ترلاسه کړ.
واعظزاده وايي، دغه سیالۍ ملي لوبو ته د غوره لوبغاړو او لوبډلې پېژندنې په موخه ترسره شوې.
په همدې حال کې، د دغو سیالیو یو شمېر لوبغاړي دغه ډول سیالۍ د ورزشکارانو استعدادونو د ودې او هڅونې لپاره ګټورې بولي.
د دغه سیالیو یوه لوبغاړي حسیب پژواک ته وویل، دغه ډول سیالۍ کولای شي له دوی سره د وړتیاوو ښودلو برخه کې ګټورې تمامې شي.
یوه بل لوبغاړي الهام هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولینو یې وغوښتل څو د ورزش برخه کې د دوی لا ډېر ملاتړ وکړي.
د بلخ د فوټسال فدراسیون مسوولینو په وینا، په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په پلازمېنه کابل کې د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پیل شي او د شمال زون په استازۍ به د بلخ لوبډله برخه په کې واخلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن