Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۳): د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو په کچه د کانګفو ورزشي سیالۍ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر د پنځو ولسوالیو په کچه جوړې شوې وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د ولایت په کچه ۸۰ غوره ورزشکارانو ګډون کړی و.

د نعیم‌زي په خبره: «د کانګفو له جوړو شوو سیالیو هدف د ولایت په کچه کانګفو ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او همدارنګه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول و.»

د بدني روزنې امر زیاته کړه، د دغو سیالیو لومړی مقام د احمدولي کلپ، دويم مقام د څرخ ولسوالۍ کلپ او درېیم مقام د روغتیا کلپ ترلاسه کړ.

نوموړي وویل، په پام کې ده چې له دې وروسته د سوېل‌ختیځ زون په کچه د کانګفو سیالۍ جوړې شي.

د کانګفو ورزش یوه لوبغاړي احمدجاوېد پژواک ته وویل، خوښ دی چې د کانګفو فدراسیون له لوري د ولایت په کچه سیالۍ ترسره شوې.

ده وویل، دا ډول سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کړي.

د کانګفو ورزش یوه بل لوبغاړي احمدمصور پژواک ته وویل، د بدنې روزنې او ورزش امریت ته په کار ده چې په دغه ولایت کې کانګفو ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې، ورزشي سیالیو او همدارنګه وسایلو برابرولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.