ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې   | د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغولي | د پاریس المپیک سیالۍ؛ د جودو پر افغان لوبغاړي بندیز لګېدلی | د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښي له امله نهه کسان مړه شوي | ځیني هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي | تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي و | لوګر کې د کانګفو ورزشي سیالۍ ترسره شوې | درملو ته نه لاسرسی؛ هرات کې یو شمېر کوچیان د خپلو څارویو تلف کېدو ته اندېښمن دي | هرات کې د ۱۳،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو کانال او یو استنادي دېوال جوړیږي | پروان کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې  

سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې  

author avatar
4 Aug 2024 - 10:52
سومالیا کې په یو برید کې ۹۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې  
author avatar
4 Aug 2024 - 10:52

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د سمندر پر غاړه په یو وسله‌واله برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه برید د تېرې جمعې په شپه د لیدو په ساحل کې شوی چې ډېری وخت ورته سوداګر او حکومتي چارواکي د سیل لپاره ورځي.

سرچينې لیکلي، برید د الشباب وسله‌والو کړی چې په کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي، الشباب له څه باندې ۱۷ کلونو راهیسې په سومالیا کې د حکومت پر ضد فعالیت لري.

سرچینه زیاتوي چې لومړی د الشباب یوه بریدکوونکي په سیمه کې په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چوولي او بیا نور وسله‌وال سیمې ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود ویلي، له لومړي وزیر او نورو مهمو امنیتي چارواکو سره به بېړنۍ غونډه جوړه کړي څو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.