مزارشریف (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): په بلخ کې یو شمېر معلولین د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې د تصویب ۳۴مې کالیزې رارسېدو سره سم له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی ته د مرستو په وېش کې لومړیتوب ورکړي.
په بلخ کې یو شمېر معلولینو د بشري حقونو د اسلامي اعلامیې د تصویب ۳۴مې کالیزې په موخه د یوې راټولېدنې له لارې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
دوی له سرپرست حکومته د دې اعلامیې عملي کېدو غوښتنه کوي او د ټولنیزو ستونزو د حل برخه کې یې ګټوره بولي.
په دې راټولېدنه کې امانالله روشندل حیدري چې د لیسانس تر کچې زدهکړې لري او په دواړو سترګو ړوند دی، له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له ده او د ده په څېر له نورو معلولینو سره مرسته وکړي.
نوموړي په ځانګړې توګه د خوړو له نړۍوال پروګرامه وغوښتل چې افغان معلولینو ته دې مرستې ځانګړې کړي؛ ځکه په وینا يې چې معلولین د سختو کارونو توان نه لري.
هغه زیاته کړه، په بلخ ولایت کې د مرستو د وېش برخه کې د معلولینو ونډې ته پاملرنه نه کېږي.
په دې راټولېدنه کې د سیدمحمد یزدانپرست په نوم یو بل معلول هم وویل چې معلولین تر ټولو ډېر د مرستو مستحق دي.
هغه هم له حکومت او نورو مرستندویه ادارو، په ځانګړې توګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د مرستو په وېش کې معلولینو ته لومړیتوب ورکړي.
د بلخ د معلولینو شبکې رییس عبدالرحیم صفا هم ادعا کوي چې د نړۍوالې ټولنې مرستې دوی ته نه رسېږي.
دی وايي، په وار وار يې بېلابېلو سرچینو ته خپل شکایت رسولی، خو تر دې مهاله يې غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.
بلخوا، د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وایي چې دوی ټولو معلولینو ته میاشتنی معاش ورکوي او دا لړۍ په نورمال ډول روانه ده.
د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي جانمحمد حکمت وایي چې دې ادارې په نورمال ډول معلولینو ته د معاش ورکولو لړۍ روانه ساتلې او هڅه کوي ټول هغه معلولین او د شهیدانو کورنۍ چې خپل حقونه یې نه دي ترلاسه کړي، تر راتلونکي کاله یې ثبت او راجستر کړي.
نوموړي هم له سوداګرو، خیریه بنسټونو او نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له معلولینو او د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وکړي؛ ځکه په وینا یې، دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې دوه میلیونه ړانده او په سترګو کمزوري خلک شتون لري چې ۶۰ سلنه یې د درملنې وړ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP