ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۲۱مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ۳۹۷۷ قیراطه زمرد وپلورل شول

۲۱مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ۳۹۷۷ قیراطه زمرد وپلورل شول

author avatar
6 Aug 2024 - 15:38
۲۱مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ۳۹۷۷ قیراطه زمرد وپلورل شول
آرشیف
author avatar
6 Aug 2024 - 15:38

پاراخ (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۳):  د پنجشېر د کانونو ریاست اعلان کړی چې په ۲۱مه داوطلبۍ کې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۳۹۷۷ قیراطه زمرد په ۱۲۴ زره و ۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو ۹۸ سوداګرو ګډون کړی و.

امیري زیاته کړه چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر له لومړۍ حصې ولسوالۍ استخراج شوي وو.

پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په لومړیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۲۱ ځلې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.