کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان په کچه څه باندې درې میلیون کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي او د بېلابېلو خدمتونو له درکه یې څه باندې دوهنیم میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست ډاکټر فقیرمحمد زیار نن کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دولتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو تشرېح پروګرام کې وویل، په تېر یو کال کې د افغانستان په کچه د ۷۹ څانګو له لارې چې له ډلې یې پنځه د اسان خدمت اړوند دي، درې میلیون او ۲۶۶ زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
دی وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۷،۸ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي او د دغو پېژندپاڼو وېش له پیله تر دې مهاله ۱۳ میلیون او نږدې ۸۶۸ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
هغه زیاته کړه، په تېر کال کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
هغه زیاتوي، یاده موده کې نږدې ۵۴۰ زره کسانو ته په مرکز کابل او څه باندې ۲،۵ میلیون کسانو ته په ولایتونو کې د کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.
هغه وویل، د اسان خدمت پنځه مرکزونه د کابل په ګډون په کندهار او خوست کې فعال دي چې هره ورځ زرګونو کسانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کوي.
زیار دغه راز زیاته کړه، په تېر یوه کال کې د افغانستان په کچه ۶۱۳ زره زېږون کارتونه او نږدې ۴۱ زره د مړینې سندونه هم وېشل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست د پژواک د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د تېر یو کال په موده کې یې د بېلابېلو خدمتونو له درکه دوه میلیارده، ۵۱۲ میلیون او ۸۵۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، تېر کال د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د نږدې ۲۸ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دې ادارې له بهره افغانانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت یو مرکز پرانیست، همدارنګه د کابل په سرای شمالي او شهرنو او بلخ، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونه چمتو او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې په فعالیت پیل وکړي، دغه راز په پام کې ده چې له هېواده بهر پاکستان، ایران، سعودي عربستان او ترکیه کې هم د اسان خدمت مرکزونه فعال شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د احصایې معاونیت سرپرست عصمتالله حکیمي وویل چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۳۵،۷ میلیون تنه اټکل شوی چې پر بنسټ یې ۹،۲ میلیون تنه په ښارونو کې، ۲۵ میلیون تنه په کلیو کې او ۱،۵ میلیون تنه د کوچیانو په بڼه ژوند کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیایي معلوماتو رییس عبدالمتین سالک وویل، په تېر کال کې د جغرافیايي معلوماتو له سیسټمه په استفادې د سولري کرنیزو څاهګانو د تثبیت سروې ترسره شوې چې په پایله کې یې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۳۱۰ زره سولري کرنیزې څاهګانې تثبیت شوې.
دی وايي، تر ټولو ډېرې څاهګانې په هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې کېندل شوې چې د غزني په ګډون په یادو ولایتونو کې تر ټولو ډېرې تر ځمکې لاندې اوبه هم را ایستل کېږي.
هغه زیاته کړه، دې ادارې په دې تړاو خپلې موندنې او راپور د اسلامي امارت د کابینې غوڼدې ته وړاندې کړی او په اړه یې اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت په اړه په هغو سیمو کې چې کرنیزې سولري څاهګانې کېندل شوې اړینې کړنې ترسره کړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۳مه پیل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP