ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په برازیل کې د الوتکې لوېدو له امله ۶۱ کسانو ژوند بایللی

په برازیل کې د الوتکې لوېدو له امله ۶۱ کسانو ژوند بایللی

author avatar
10 Aug 2024 - 09:24
په برازیل کې د الوتکې لوېدو له امله ۶۱ کسانو ژوند بایللی
author avatar
10 Aug 2024 - 09:24

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د برازیل په ساوپاولو ښار کې د یوې مسافروړونکې الوتکې لوېدو له امله د عملې د څلورو غړو او ۵۷ مسافرو په ګډون ۶۱ کسانو ژوند بایللی.

د بي‌بي‌سي پښتو راپور له مخې، دغه دوه انجن لرونکې الوتکه د سوېلي پارانا ایالت له کاسکاویل څخه د ساوپاولو ښار مرکزي هوايي ډګر ته روانه وه.

سرچینې لیکلي چې په دغه الوتکه کې ۵۷ مسافر سپاره وو او څلور تنه عمله یې درلوده چې ټولو په کې ژوند بایللی دی.

راپور کې راغلي چې الوتکه د استوګنې پر یوې ودانۍ لوېدلې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.