ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک د «پریم نګر» ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي

د خوست خلک د «پریم نګر» ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
10 Aug 2024 - 13:19
د خوست خلک د «پریم نګر» ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
10 Aug 2024 - 13:19

خوست ښار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): ځايي اوسېدونکي د خوست د افغان هندوانو او سيکانو په کلي کې د «پريم نګر» په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني تړل شوي ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي.

دغه ښوونځی چې سلګونه نجونو او هلکانو په کې زده‌کړې کولې، له تېرو شاوخوا اوو مياشتو راهيسې تړل شوی دی.

د سيمې اوسېدونکي او زده‌کوونکي وايي، د دغه ښوونځي له تړل کېدو وروسته دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او نورو ښوونځيو ته لاسرسۍ ورته يو څه ستونزمن دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي صابرجان صابري له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دا ښوونځی بېرته پرانیزي.

دی وايي: «ما خپله هم په دې ښوونځي کې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کړې دي، زه هيله لرم چې دا مکتب بېرته فعاله شي. زموږ د کلي ډېر ماشومان همداسې ګرځي.»

لس کلن محمد د دغه لومړني ښوونځي په درېيم ټولګي کې زده‌کړې کولې خو اوس یې ښوونځی تړل شوی دی.

هغه وايي، اوس په يوه خصوصي ښوونځي کې چې له کوره يې يو څه لرې دی، زده‌کړې کوي چې رسېدنه ورته ستونزمنه ده.

هغه زياتوي: «مخکې زه په دغه مکتب کې وم درېيم پورې ما مکتب همدلته ويلی، اوس په بل مکتب کې يم چې ډېر لرې دی. موږ ته بايد دا مکتب خلاص شي.»

نقيب رسول کليوال نږدې یوه‌نیمه لسیزه د پريم نګر لومړني ښوونځي د سرښوونکي په توګه پاتې شوی دی.

هغه پژواک ته وويل، د دوی ډېری زده‌کوونکي د غريبو او بې‌وزله کورنيو څخه وو چې ياد ښوونځي ته لاسرسۍ ورته اسانه و، خو دا مهال له ښوونځي پاتې دي.

دی زياتوي: «دلته ډېر غريب اوسېږي د هندوانو په کلي کې. ډېر داسې زده‌کوونکي وو چې دوی په ښار کې کراچۍ چلوله او يا نورې مزدورۍ به يې کولې. هغوی موږ ډېر په سختۍ دې ته رضا کړي وو چې راشي دلته موږ سره نيمه ورځ درس ووايي خو اوس دا ښوونځی بند دی.»

یادو او یو شمېر نورو کسانو د پریم نګر ښوونځي د بېرته فعالولو غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د خوست د پوهنې رياست مسوولين د پريم نګر لومړني ښوونځي د تړل کېدو لامل په سيمه کې د نورو نږدې ښوونځيو شتون په ګوته کوي.

د دغه رياست تدريسي مرستيال خيروګل خيرخواه پژواک ته وويل، د ښوونکو د تشکيل برخه کې د نيمګړتياوو له امله يې د ياد ښوونځي زده‌کوونکي نورو نږدې ښوونځيو کې مدغم کړي دي.

هغه وويل: «پريم نګر ابتدايه ښوونځی چې په هندوانو کلي کې و، د هغې کوزه خوا ته د غرغښت ښوونځی موجود دی او بره خوا یې د شهيد مطيع‌الله ښوونځی دی، نو دا موږ مدغم کړ او زده‌کوونکي مو شهيد مطيع‌الله او غرغښت ښوونځي ته انتقال کړل.»

پریم نګر لومړنی ښوونځی د خوست ښار لوېديځ لورته د هندوانو په کلي کې د اهل هنودو لپاره نږدې دوې لسيزې وړاندې جوړ شوی و، خو بهرنيو هېوادونو ته د هغوی د تګ وروسته په کې د ځایي خلکو سلګونو ماشومانو زده‌کړې کولې خو اوس تړل شوی دی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.