ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

author avatar
10 Aug 2024 - 18:10
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو
author avatar
10 Aug 2024 - 18:10

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): تېره اونۍ، نړۍوالو ادارو وویل چې په څه کم پنځو کلونو کې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي او افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره ګواښ دی، خو اسلامي امارت دا څرګندونې بې‌ځایه وبللې او ایران کې د یوه افغان کډوال د شکنجې ویډیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • مولوي عبدالکبیر دوحه کې د اتو هېوادونو له ډیپلوماتانو وغوښتل چې کابل کې خپلې استازولۍ بېرته فعالې کړي.
  • ای‌اواېم: څه کم پنځو کلونو کې اته میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي.
  • د کډوالو چارو وزارت: د ای‌اواېم راپور ناسم دی.
  • ایران کې د یوه افغان کډوال د شکنجې ویډیو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.
  • م.م: افغانستان کې داعش د اروپا لپاره لوی بهرنی ګواښ دی.
  • مجاهد: افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنې بې‌ځایه او «پروپاګند امیزه» دي.
  • کاناډا له افغانستان سره درې میلیونه کاناډايي ډالر مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

د پروان ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د امنیت دوه اخلالوونکي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

تېره اونۍ په سرپل ښار کې د «جوګیانو» په خپل‌منځۍ نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کس ټپي شوی و او اووه نور وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د سفارتونو د بیا پرانیستې غوښتنه

تېره اونۍ، د افغانستان د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، اسټرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو له سرپرستانو او ډیپلوماټانو سره خبرې وکړې، بلنه یې ورکړه چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بېرته فعالې او د افغانستان اړوند چارې له پلازمېنې کابل څخه مدیریت کړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور ردول

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روانې زمري میاشتې په ۱۲مه په یو راپور کې ویلي وو چې په تېرو څه کم پنځو کلونو کې نږدې اته میلیونه افغانان له خپل هېواده ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي، خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه راپور رد کړ.

یاد وزارت وویل: «د روس له اشغال څخه را په‌ دې خوا تر اوسه له افغانستانه په دومره لویه کچه مهاجرت نه دی ترسره شوی… متاسفانه ځینې ادارې د دې لپاره چې د تمویلوونکو توجه جلب کړي، د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي چې بده اغیزه یې مستقیما پر افغان ولس باندې کېږي.»

ایران کې د یوه افغان کډوال د شکنجې ویډیو ته غبرګونونه

په دې ویډیو کې – چې تېره اونۍ پر ټولنیزو پاڼو لاس په لاس کېده – لیدل کېږي چې یو افغان کډوال په ځمکه پروت دی او یوه ایراني مامور خپل زنګون د هغه پر غاړه اېښی، د دغه کس شاوخوا کډوالې ښځې هم لیدل کېږي او د هغه د پرېښودو غوښتنه کوي.

دې ویډیو ته ډېرو افغانانو پر ټولنیزو پاڼو سخت غبرګونونه وښودل، نیوکې یې پرې وکړې او د داسې کړنو د درېدو غوښتنه یې وکړه.

له دې مخکې هم ځینې راپورونه خپاره شول چې د تهران په ۱۵ سیمه کې هم له افغانانو سره ناوړه چلند شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره تېره ورځ (جمعه) وویل، وروستۍ پېښې چې ایران کې له یو شمېر افغانانو سره د دغه هېواد د مامورینو ناوړه چلند ښیي، د سختې غندنې وړ دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ناسم چلند د افغانستان د حکومت د ژورې اندېښنې سبب شوی او مغرضې ډلې هڅه کوي چې له داسې کړنو په ناسمې ګټې اخستنې سره د دواړو هېوادونو ښې اړیکې متاثرې کړي.

یاد وزارت له ایراني چارواکو غوښتي چې د یاد ناوړه چلند عاملین تعقیب کړي او پرې نه ږدي چې د افغانانو د حقونو نقض د افغانستان د خلکو د عواطفو د رنځولو سبب شي.

دا په داسې حال کې چې یوه ایراني امنیتي چارواکي تېره اونۍ، د روان کال تر پایه له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو پر وتلو ټينګار کړی او ویلي يې دي: «د غیرمجاز وګړو په اړه هم دې ته په کتو چې سیاست او پالیسي د ټولو غیرمجاز وګړو لپاره دي، د روان کال تر پایه دې ایران پرېږدي او خپل هېواد ته دې ولاړ شي.»

 په ایران کې د یاد کس د شکنجې د ویډیو او په ایران کې له نورو افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدرسول موسوي ویلي چې د کډوالو پر وړاندې کینه د پردیو پروژه ده.

هغه تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په ایران کې هېڅ چارواکی یا بنسټ د کډوالو پر وړاندې کینه نه‌ مني او دا کار [کینه کول] د اسلامي ورورولۍ او د میلمه‌پالنې د کلتور خلاف عمل بولي.

موسوي زیاته کړې: «لکه څنګه چې پر ايراني وګړو د هېواد د قوانينو مراعات کول اړين دي، بهرني اتباع هم بايد د ايران قوانين او مقررات مراعات کړي او ‎ درناوی یې وکړي.»

د داعش په اړه د م.م اندېښنه؛ ا.ا: دا اندېښنه بې‌ځایه ده

د راپورونو له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف ویلی چې «افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی خطر دی.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان کې د داعش د پراخ موجودیت او پر تهدید بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه او «پروپاګند امیزه» دي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان امنیتي ځواکونو په هېواد کې د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.

له افغانستان سره د کاناډا مرسته

تېره اونۍ، کاناډا د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره درې میلیونه کاناډايي ډالر مرسته اعلان کړه او ویې ویل چې یاده مرسته به د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخو کې ولګول شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.