کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): یوه ایراني امنیتي چارواکي په داسې حال کې د روان کال تر پایه له ایرانه د غیرقانوني افغان کډوالو پر وتلو ټينګار کړی چې په دغه هېواد کې د یوه افغان کډوال د شکنجې یوې ویډیو غبرګونونه پارولي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو عمومي قوماندان سرداراحمد رضا رادان تېره ورځ (چهارشنبه) ویلي چې د روان کال تر پایه دې غیرقانوني افغان کډوال ایران پرېږدي او خپل هېواد ته دې ولاړ شي.
هغه زیاته کړې: «د غیرمجاز وګړو په اړه هم دې ته په کتو چې سیاست او پالیسي د ټولو غیرمجاز وګړو لپاره دي، د روان کال تر پایه دې ایران پرېږدي او خپل هېواد ته دې ولاړ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو د یوې ویډیو په خپرولو ویلي چې د سید مهدي موسوي په نوم یو افغان کډوال د ایراني مامورینو له خوا شکنجه کېږي.
په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې افغان کډوال په ځمکه پروت دی او یوه ایراني مامور خپل زنګون د هغه پر غاړه ايښی، د دغه کس شاوخوا کډوالې ښځې هم لیدل کېږي او د هغه د پرېښودو غوښتنه کوي.
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، دغه ځوان سید مهدي موسوي نومېږي، د هلمند د ناومېش هزارهمېشتې ولسوالۍ د نیچي سیمې اوسېدونکی دی، د ایراني پولیسو له خوا د تهران په دماوند سیمه کې شکنجه شوی دی.
سرچینې د سید مهدي د یوه ملګري له قوله لیکلي، کله چې ایراني پولیسو د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) افغانان نیول، له سید مهدي سره مخ کېږي، غوښتل یې چې هغه بندي کړي، خو هغه ورسره مقاومت کړی او په پایله کې د پولیسو له شکنجې سره مخ شوی دی.
د دې سرچینې د معلوماتو له مخې، له سید مهدي سره هغه سند موجود و چې کوم کډوال به مخکې دغه سند درلود، ایراني پولیسو به نه اخراجاوه.
یو شمېر ټولنیزو شبکو کاروونکو د سید مهدي د مور او ورور د خبرو ویډیو خپره کړې ده.
دغه ویډیوي کلېپ کې د مهدي مور وایي: «زه مې له خپل زوی سره میدان ته تللې وم، خپل کار ته تللې وم، زما زوی یې ډېر بېرحمانه وواهه، ډېر مې ورته وویل چې دغه کار مه کوئ.»
هغه د ایران له دولته غواړي چې دې قضیې ته رسېدنه وکړي.
په دې ویډیو کې د مهدي ورور ویلي، ورور یې د مور په مخکې وهل شوی، شوک یې لیدلی، له هغه سره ډېر ناسم چلند شوی، هغه وایي، د ورور وضعیت یې له درملنې وروسته ښه شوی دی.
د سید مهدي موسوي د شکنجې ویډیو ته غبرګونونه
د اسلامي امارت یوه ارشد غړي حافظ انس حقاني پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «افغانان د خپل وطن پرېښودو ته د تحمیل شوو جګړو او ګډوډیو له امله مجبور شوي، موږ له کوربه هېوادونو د پناه ورکولو او مېلمهپالنې له امله مننه کوو، په ځانګړي ډول د ګاونډو ملتونو احسان او مهرباني به مو تل په یاد وي، خو د کډوالو ځورول او د افغان کډوالو د انساني حقونو نقض د منلو وړ نه دي، هیلهمن یم دغه ډول چلند ودرول شي او پوښتنه یې وشي، له افغان کډوالو هم غوښتنه کوم چې خپل ټاټوبي ته راوګرځي، موږ ټول باید یو بل ته لاس ورکړو څو خپل کور جوړ کړو، یوازې همدا ځمکه ده چې کولای شو په هغې کې د عزت، حیثیت، کرامت او د خپلو ارزښتونو صاحبان واوسو.»
ایوب ازمون لیکلي: «څومره ظالمانه او غیرانساني ده چې له یوه بېوطنه، همژبې کډوال او همفرهنګ سره داسې سپک عمل ترسره کېږي؛ هغه ځوان نه د مقابلې نه د مجادلې او نه د تېښتې لار درلوده.»
قدیر لیکلي: «دا دی زموږ وروستی عاقبت، له دې ډېره توقع نشته، بېګانه بېګانه دی، که څه هم ژبني او مذهبي مشترکات هم ولرو.»
غلام سخي لیکلي: «د ایران د جنایتکار رژیم ظلمونه او وحشتونه بېمخینې دي.»
ملایکې احمدزۍ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې همدغه هشتک لاس په لاس کېږي:
#آب_بیاورید_سوختم
#پایت_را_از_گلویم_بردار
#Take_your_foot_off_my_neck
د ایران رسمي سرچینو تر اوسه د سید مهدي موسوي د شکنجې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه خپاره شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن