ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: افغانستان کې د داعش په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه دي

مجاهد: افغانستان کې د داعش په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه دي

author avatar
10 Aug 2024 - 09:16
مجاهد: افغانستان کې د داعش په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه دي
author avatar
10 Aug 2024 - 09:16

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۳): د م.م د عمومي منشي مرستیال، افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره لوی بهرنی ګواښ بولي، خو د ا.ا ویاند وایي، په دې اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه او «پروپاګند امیزه» دي.

د راپورونو له مخې، له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف، تېره ورځ ویلي وو چې «افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره تر ټولو لوی بهرنی خطر دی.»

د هغه په وینا، دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د داعش د پراخ موجودیت او پر تهدید بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او بنسټونو اندېښنې بې‌ځایه او پروپاګند امیزه دي.

هغه لیکلي، د افغانستان امنیتي ځواکونو په هېواد کې د داعش پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه کړې او هغوی یې سخت ځپلي دي.

مجاهد وایي چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط لاندې ده او هیڅ خپل سرې کورنۍ او بهرنۍ ډله د فعالیت مجال نه لري.

د ده په خبره، په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او د پیاوړو امنیتي ځواکونو په شتون کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه اندېښنې په واقعیت کې د هغو ډلو لپاره ښکاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشولو هڅه ونه شي.

هغه وایي، اسلامي امارت چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي او یا چا ته له افغانستان څخه تهدید پېښ شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.