ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې غځولو لپاره پر وروستیو تیاریو خبرې کړې

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې غځولو لپاره پر وروستیو تیاریو خبرې کړې

author avatar
14 Aug 2024 - 13:27
افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي نل‌لیکې غځولو لپاره پر وروستیو تیاریو خبرې کړې
author avatar
14 Aug 2024 - 13:27

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د ټاپي ګاز نل‌لیکې کمپنۍ اجرائیوي رییس ویلي، د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نل‌لیکلې د غځولو لپاره چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی او د دغې پروژې عملي چارې به ژر پيل شي.

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۸۱۶ کیلومتره یې له افغانستانه تېرېږي- مخکې په افغانستان کې په رسمي ډول پرانيستل شوې وه، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د هغه هېواد د ټاپي ګاز نل‌لیکې کمپنۍ اجرائیوي رييس محمد مراد امانوف سره ولیدل.

سرچينې لیکلي، په دغه لیدنه کي د دواړو هېوادونو لخوا د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو پر وروستيو تياريو خبرې وشوې.

متقي په دغه لیدنه کې ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې غځول د ا.ا.ا په لومړيتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ارگانونو د ټاپي پروژې اړوند چارې بشپړې کړې دي.

هغه هیله څرګند کړې چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې عملي چارې پيل شي.

د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف ویلي، ترکمنستان په خپله خاوره کې د افغانستان تر پولې نل‌ليکه غځولې ده او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نل‌ليکې د غځولو تياری د بشپړېدو په حال کې دی او عملي چارې به یې ژر پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.