ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو غوښتنه کوي

نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو غوښتنه کوي

author avatar
14 Aug 2024 - 14:24
نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو غوښتنه کوي
author avatar
14 Aug 2024 - 14:24

کابل (پژواک، ۲۴ اسد ۱۴۰۳): د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته‎ یو شمېر زده‌کوونکې او د پوهنتونونو محصلینې په هېواد کې واک ته د ا.ا رسېدو د درې کلن مزل پوره کېدو په درشل کې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې یې پر مخ پرانیزي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو زمینه ورته برابر کړي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره ‎په هېواد کې د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وځنډول شوې او بیا د هماغه کال د لېندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لارښونه وشوه چې تر بل امر پورې د نجونو تحصیلي بهیر ودروي.

د اسلامي امارت چارواکو هغه مهال اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه پر یوه طرحه کار کوي او له بشپړېدو وروسته به نجونو ته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړل شي خو دغه طرحه تر اوسه د عملي کېدو پړاو ته نه ده رسېدلې.

له شپږم د پورته ټولګيو نجونې: موږ ته دې له شریعت سره سم د زده‌کړو زمینه برابر شي

د کابل ښار د چهل‌دختران د نجونو لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې راضيې ولايتي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ښوونځي له تړل کېدو درې کاله تېرېږي، اوس یې هم د پرانیستلو کوم څرک نشته، په دې موده کې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې ده.

خو هغې وويل چې په دې درېيو کلونو کې يې د ښوونځي درسونه په کور کې ویلي ‎او د ښوونځيو د بېرته پرانیستل کېدو هيله لري.

هغې زیاته کړه: «هره شپه په دې هيله ويده کېږم چې ښايي سبا د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ خلاصې شي او وکولای شو بېرته درس ووایو.»

نوموړې د اسلامي امارت له رهبرۍ غواړي: «موږ مخکې هم د اسلامي حجاب په مراعاتولو خپلو درسونو ته حاضرېدو او اوس به هم له حجاب سره حاضر شو؛ له خپلو امارتي وروڼو غواړو چې د ښوونځي دروازې بېرته زموږ پر پانیزي، موږ غواړو چې خپلو درسونو ته دوام ورکړو او د نورو اسلامي هېوادو د خویند او وروڼو ترڅنګ پرمختګ وکړو او پرې ‌نه‌ږدي چې هيڅ کورنۍ د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره په پردیو هېوادونو کې سرګردانه شي.»‎

په همدې حال کې، په کابل ښار کې د یوې لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ثریا وکیل‌زاده وویل، د اسلامي امارت له بریا مخکې یې په لسم ټولګي کې زده‌کړې کولې او که درسونه یې نه وای درېدلي، اوس له لېسې فارغېده او ان لوړې زده‌کړې یې هم پیلولې.

هغې د اسلامي امارت د بریا درېیمې کالیزې ته په اشاره وویل: «د اسلامي امارت له رهبرۍ زما غوښتنه دا ده چې د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیزي، موږ غواړو ښوونځي ته ولاړې شو، درس ووایو او د هېواد په ګټه تمامې شو، د خدای په فضل چې موږ ټول مسلمانان یو او په یوه اسلامي هېواد کې ژوند کوو، حجاب مو درلود، لرو به یې... .»

یو شمېر محصلینې هم د پوهنتونونو د دروازو پرانیستو غوښتنه کوي

سما يعقوبي چې د کابل پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځۍ د درېيم کال محصله وه وويل، د پوهنتونونو د درسونو په درېدو سره د دې په ګډون ډېری نجونې د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې شوې او د هرې ورځې په تېرېدو یې خپګان زیاتېږي.

هغه چې هیله‌منه ده داسې ورځ به رارسېږي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي وايي: «غوښتنه مې همدا ده چې د پوهنتونونو دروازې دې زموږ پر مخ پرانیزي څو بېرته خپلو زده‌کړو ته ادامه ورکړو، شکر الحمدالله مسلمانانې یو، مخکې مو هم حجاب درلود، اوس یې هم لرو، غواړم چې د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیزي... هره مسلمانه نجلۍ پر دې پوهېږي چې حجاب هیڅکله زموږ هیلو ته د رسېدو خنډ نه شي ګرځېدای، بلکې موږ لپاره یو لوی سپر دی.»

نوموړې هیله لري چې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي او په راتلونکي کې د سافټ‌ویر یوه کمپنۍ پرانیزي.

دغه‌راز، د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د دویم کال زده‌کوونکې رویا شېرزاد وايي: «دویم کال مو و چې پوهنتون مو وتړل شو، زموږ پر ژوند یې ډېرې منفي اغېزې وکړې، دومره ناهیلې شوې وم او له روحي اړخه مې صدمه لیدلې وه چې حد نه لري.»

خو هغه د خپل مور او پلار په هڅونه په کور کې د پوهنتون مضمونونه مطالعه کوي او دغه‌راز د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه هم تعقیبوي.

هغه وویل: «لکه څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، موږ الحمدالله مسلمانانې یو او په اسلامي هېواد کې ژوند کوو، له اسلامي امارته مخکې هم د اسلامي حجاب په رعایتولو سره درس ته تلو، نن هم غواړو خپل حجاب مراعات کړو، موږ ته دې یو مشخص یونیفورم وټاکي چې له اسلامي شریعت سر سم وي، موږ افغان نجونې د نورو اسلامي هېوادونو د نجونو په څېر غواړو چې دیني او عصري علوم زده‌ کړو.»

دا یوازې د کابل ښار نجونې نه دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتونکې دي، بلکې د هېواد د نورو ولایتونو نجونې هم له اسلامي امارته دا ډول غوښتنې لري.

پوهان: باید د ا.ا چارواکي د خلکو غږ واوري او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي

د تعلیم او تربیې برخې یوه کارپوه ثناءالله صالحي وویل، د نجونو د زده‌کړو درې کاله بندیز د زده‌کړو په سیستم کې ستونزې رامنځته کړې او حل یې څه باندې لس کال وخت نیسي.

هغه د نجونو تعلیم او تحصیل اړین ګنلی او د هغوی حق یې ګڼي او وايي: «که نجونې نالوستې پاتې کېږي، په دې معنا ده چې ټوله کورنۍ نالوستې ده.»

نوموړی وايي، ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیم او تحصیل له امله هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي چې کډوالي هم د ستونزو لامل کېږي؛ ځکه ماشومان یې د پردي او هان نامسلمان هېواد پر فرهنګ تربیه کېږي او له دیني زده‌کړو هم لرې پاتې کېږي.

هغه په تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې د نجونو د درس د بندیز ادامه زیانمنه وبلله او ویې ویل: «اوسمهال طبي انسټیټیوټونه خلاص دي خو که نجونې له دوولسم ټولګې فارغې نه شي، څو کاله وروسته به د روغتیایي علومو څانګه هم بنده شي؛ ځکه چې د دوولسم ټولګي فارغینې نه وي نو انسټیټوټ ته به له کومې لارې لاړې شي او که د دوولسم ټولګې فارغینې نه وي، راتلونکي کې به ښځینه ډاکټره هم ونه لرو.»

نوموړي په پای کې وویل، د اسلامي امارت چارواکي باید د خلکو غږ واوري او دغه حالت پای ته ورسوي او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زده‌‌کړو دروازې پرانیزي.

ورته مهال، د ښځو د حقونو فعالې تفسیر سیاه‌پوش پژواک ته وویل: «د اسلام سپېڅلی دین وايي چې علم پر ښځې او نر فرض دی او دغه راز لومړنی ایت چې د اسلام پر ستر پیغمبر نازلېږي «اقرا» دی؛ یعني ولوله او دغه‌راز د اسلام پیغمبر وايي: له زانګو تر ګوره علم وکړه، نو موږ پوهېږو چې ښوونه او روزنه د اسلام په سپېڅلي دین کې ډېر لوړ اهمیت لري، خو نه پوهېږو چې ولې تر اوسه هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي.»

هغه وايي، د اسلام په مبارک دین کې د ښځو د زده‌کړو په اړه کوم بندیز نشته او زیاته یې کړه: «د افغانستان د ټولو خلکو وړاندیز د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شوې دروازې پرانیستل شي، نور زموږ نه خوښېږي چې په بندیزونو کې پاتې شو، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د سبا میندې دي، نه مو خوښېږي چې د تعلیم او تحصیل له حقه محرومې شي، څرنګه چې موږ پوهېږو چې که یو سړی په زده‌کړو سمبال وي، کولای شي یوازې ځان ورسوي، خو که یوه ښځه په زده‌کړو سمبال وي، کولای شي یوه ټولنه ورسوي.»

هغې په ټینګار وویل: «په دې هیله چې اسلامي امارت پاملرنه وکړي، د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل شوې دروازې پرانیزي او څه چې ادعا کوي، د اسلام د سپېڅلي دین او شریعت مطابق وي؛ ځکه اسلام تر ټولو لوړ حق او حقونه بشر ته په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ورکړي دي.»

نوموړې د یاد وضعیت دوام د اندېښنې وړ وباله ویې ویل، ډېرې کورنۍ د دې لپاره چې لوڼې یې له زده‌کړو بې‌برخې نه شي، د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

د اسلامي امارت د مسوولینو ځواب

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه په دې اړه د اسلامي امارت د مسوولینو ځواب ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څه موده مخکې په دې اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د افغانستان کورنۍ موضوع ده، موږ هڅه کوو چې په دې برخه کې رسېدنه وشي؛ په هغه صورت کې چې خدای مه کړه افغانان له یو بل ناورین سره مخ نه شي.»

هغه د خبریال تاکیدي پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «ما وویل چې په هغه صورت کې موږ کولای شو په دې اړه اقدام وکړو چې درک کړو افغانستان له اختلاف او دوګانګۍ سره نه مخ کېږي.»

دغه‌راز، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه دې پوښتنې ته په ځواب چې هغه چوکاټ چې اسلامي امارت یې د نجونو د زده‌کړو لپاره غواړي کله به چمتو شي؟ ویلي وو: «دغه موضوع یوې کمېټې ته سپارل شوې، کمېټه که کار نهایي کړي، موږ د لوړو زده‌کړو وزارت د اجرائیوي بنسټ په حیث د امر ثاني له صدوره وروسته د هر ډول چاپېریال برابرولو لپاره په خپل ځان کې صلاحیت او ظرفیت وینو چې په معینه موده کې به رسېدنه ورته وکړو، خو ټول په تمه کېږو چې نتیجه لاس ته راوړو.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.