ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د آقینې ګمرک کې د دوو پروژو چارې پیل شوې

د آقینې ګمرک کې د دوو پروژو چارې پیل شوې

author avatar
14 Aug 2024 - 16:29
د آقینې ګمرک کې د دوو پروژو چارې پیل شوې
author avatar
14 Aug 2024 - 16:29

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي، د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کې د شاوخوا ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.

د مالیې وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغو پروژو کې د پارکېنګ او احاطې دېوال او ټاورونو جوړول شامل دي.

سرچیني لیکلي چې د پارکېنګ پر جوړولو ۲۹.۹۹۹ میلیون افغانۍ او د احاطې دېوال او ټاورونو پر جوړولو ۴۴.۷۹۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

سرچینې زیاته کړې، پارکینګ به ۵،۵ جریبه ځمکه کې په اساسي توګه جوړ او چارې به یې په اوو میاشتو کې بشپړې شي.

سرچینې دغه‌راز ویلي چې د یاد ګمرک د احاطې دېوال او ټاورونو جوړولو چارې به د اتو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایې بودجې ورکول کېږي او په بشپړېدو سره به یې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوې برابرې شي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.