Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اذربایجان یو پلاوی کابل ته راغی

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (پنج‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد یاد پلاوي ته ښه راغلاست ویلی دی.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې یاد پلاوی په یوه درې اړخیزه ناسته کې چې د افغانستان، اذربایجان او ازبکستان ترمنځ جوړېږي، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او د ترانسپورټ او لوجستیک سکټور د پراختیا، په افغانستان کې د شته جامدو معدني توکو د جیولوجیکي او د ډېرو معدني توکو ظرفیت لرونکو او هایدروکاربني سیمو کې د موندنو ترسره کولو او د افغانستان په شمال کې د یوه میلیون ټن په ظرفیت د سمنټو تولید پروژې پلې کولو په اړه خبرې اترې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۱۳مه په کابل کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د اذربایجان اسلامي جمهوریت له سفیر الهام محدوف سره په لیدنه کې ویلي وو چې له دغه هېواد سره د اړیکو ټینګولو لپاره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتونکي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.